کور / تازه خبرونه / نيمروز: اېران افغان خاوري ته توغندۍ راغورځوي

نيمروز: اېران افغان خاوري ته توغندۍ راغورځوي

د نيمروز چارواکي وايي د اېران سرحدي ځواکونو پرون او نن ١٢ توغندۍ افغان خاوري ته راغورځولي دي.
طلوع نيوز د نيمروز د يوه چارواکي په حواله وايي چي په دې باب يې نن له ايراني سرحدي ځواکونو سره خبري شروع کړي دي.
راپور وايي دغه توغندۍ له اېران سره پر پوله پرته ولسووالي چاربورجک کي موښتي دي.
د توغنديو له وجي د مرګ ژوبلي خبر تر اوسه نه دئ ورکړل سوى.
طلوع نيوز وايي د دې پېښي په باب يې د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت سره د تماس هڅه کړې، خو نه دي توانېدلي.
پر افغانستان د اېران د توغندويي حملو علت نه دئ معلوم.
تر دې دمخه پاکستان هم له تيرو دوو کلونو راهيسي پر خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو توغندويي حملو ته دوام ورکړى، چي افغان حکومت يې په مخنيوي کي پاته راغلى دئ.