کور / تازه خبرونه / اېران: افغانستان ته د تېلو پايپ تېروو

اېران: افغانستان ته د تېلو پايپ تېروو

اېران له افغانستان سره موافقه کړې چي دغه هيواد ته به د تېلو پايپ لاين غزوي.
د اېران د تېلو د تصفيې او توليدادو د ادارې مشر علي رضا زيغمي ويلي په نيژدې ورځو کي به يې پلاوى افغانستان ته سفر وکړي او د دې قرارداد پر جزياتو به سره وږغېږي.
د اېران پريس ټيوي وايي دغه تړون د هغه قرارداد پر اساس کېږي چي په ٢٠١١ کال د اېران د تيلو د وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت ترمنځ لاسليک سوى و، چي له مخي يې اران افغانستان ته د يو ميليون ټنه تېلو د صادرولو ژمنه کړې وه.
ښاغلي زيغمي وويل د ياد سوي قرارداد له مخي به اېران شاوخوا ٧٠ فيصده تېل، ٢٠ فيصده ګاز او ١٠ فيصده د الوتکو تېل د نړۍ وال بازار له نرخ سره مطابق افغانستان ته صادروي وي.
اېران په داسي حال کي افغانستان ته د تېلو د پايپ غزولو خبر ورکوي، چي قزاقستان هم په هرات ولايت کي د تېلو د صافولو فابريکې جوړولو ته تيارى ښوولى.