کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي باراک اوباما ته مبارکي ورکړه

ولسمشر کرزي باراک اوباما ته مبارکي ورکړه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امريکا ولسمشر باراک اوباما ته د دوهم وار ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.
ولسمشر کرزى چي د انډونيزيا په رسمي سفر بوخت دئ، هيله يې وښوده چي د ولسمشر اوباما په دوهمه دوره کي له افغانستان سره د امريکا اړيکي د دواړو هيوادونو ملي ګټو ته د درناوي په صورت کي پراخي سي.