کور / شعر / لا خو مستي ده لا خو ستا شونډې اورونه نه دي

لا خو مستي ده لا خو ستا شونډې اورونه نه دي

سترګې دې مه چيړه لمبې،لمبې رنګونه نه دي
لا خو مستي ده لا خو ستا شونډې اورونه نه دي

چې تنهايي او خاموشي درسره مله پاتې ده
لا دې بدنام چيرته په ذهن کې يادونه نه دي

د بيابان د مستقبل قيصه مې مه يادوه
لا خو مې ايښي په دې لاره قدمونه نه دي

څه بې باوره د يو بل سترګو ته ګورو سره
تا تازه کړي د دې دور قسمونه نه دي

ته او خداى هر څوک به طالبه دغه ومني نو
چې تا د يار له غاړې تاو چيرې لاسونه نه دي