کور / شعر / ته د پرهر،پرهر ګلاب د موسمونو په څير

ته د پرهر،پرهر ګلاب د موسمونو په څير

ته د پرهر،پرهر ګلاب د موسمونو په څير
ته مې کړې زوته د غزل د کتابونو په څير

دومره مې زر له خپلو سترګو نه رخصت مه ګڼه
لا مې په خوا کې يې د خپلو اندمونو په څير

زما او ستا د يارانې د رسوايئ خبرې
په مخ دې پروتې د تورو نقابونو په څير

په دې غزل کې مې ته ولوله کيسه د يارۍ
ځينې شعرونه وي د لويو دريابونو په څير

لا دې تر اوسه هم طالبه د زړه حال ونه وې
څه بې تکراره يې د خپلو قسمونو په څير