د دروېش دراني اغزنه لار ،زاړه شراب په نوي جام كي
د دروېش دراني اغزنه لار ،زاړه شراب په نوي جام كي ! په مستعمره سيموكي دپښتون ملي غورځنګونو اغيز نېغ په نېغه د دروېش دراني په شاعري كي درسترګوكيږي اودملي غميزي اغيزيې شعرته خام مواد برابروي اولوستونكي د دروېش دراني شاعري په هم دې خاطرد(نن) ترجمانه شاعري نوموي او دا د دروېش دراني افتخاردى چي پرملي هدافو هيڅ(وركړه،دركړه) نه قبلوي ،دروېش دراني دجنوبي پښتونخوا يا دلوى كندهار په مستعمره سيمه كي شعر دضرورت او مسوليت په اساس تخليق كړى ،احساس كړى هم يې ځلولى دى :
دروېش درانى په شعركي دبې وطنۍ احساس نكوي لاكن دخپل قام دغلامۍ ،درپه درۍ ،كورنۍ جګړې اوله خپلواكۍ دمحروميت احساس يې په ډېر شدت سره په شعركي ځان څرګندوي اود طبقاتي توپير شعور دشاعر په ترقي پسندنظرياتو دلالت كوي داچي كله داستعاراتو اوسمبولونو په وسيله ځني ستونځي راسپړي ،دادفلسطين دمحموددروېش سمبوليك اندازته ورته شاعرانه چلنددى چي دجبراو استبداد په وختونوكي رامنځ ته كيږي اوپه داسي وختونوكي دروېش درانى دهم دې رياليستي مقصد اومرام په خاطر ديونان اوپښتو فولكلوريكو كيسو حتىٰ دقراني كيسو هنري چلند كاروي اوپه دې لاره كي زيات لاسبرى هم ښكاري :
د۱۹۷۰ ء په لسيزه كي په جنوبي پښتونخواكي چي (پښتوغزل اوجديديت ياجديدپښتوغزل) په نوم كومو رجهاناتو ته وده وركول سوه اصل كي په پښتوادب كي دمزاحمت يامقاومت اوترقي پسند رجهاناتو مخه نيول يې موخه وه اودپښتو دملي هدافواو نظرياتواوسمهاله پښتوشاعري بې برخي كول يې هدف وو،د دروېش دراني په وړاندي ملي هداف اوملي غميزه غوړيدلې وه يوخوا دربار اوبل خوانكاروو،اودانكار انجام (اغزنه لار) سوه ،دجديديت دتحريك په مقابل كې دملي تحريك هداف پلي كول مهم وپامول دملي تحريك ملتيا اودملي فكرترجماني يې دقام اووطن امانتګري وبلله :
د دروېش دراني ږغ زيات اغيزمن ثابت سو اوددې ږغ ازانګې په لروبر ولس كي خپرې سوې او ولس ته دا ږغ خپل ترجمان ږغ وايسېدلو ولي چي د دروېش ژبه د ولس ژبه اوغوښتني يې د ولس رښتوني غوښتني وې :
(اغزنه لار) دجنوبي پښتونخوا يالوى كندهارپه مستعمره سيمه كي دمزاحمتي يامقاومتي شاعرۍ هغه نه هېريدونكى شاهكاراثردى چي لفاظيت غندي ،انقلابيت زيږوي لاكن (زخمي لاسونه ) دتاريخ اوشاعرۍ ترمنځ لرغوني اړيكي روښانوي مزاحمت ته لاره جوړوي :
مزاحمت يامقاومت د زورور دښمن په مقابل كي دپښتون اديب ،شاعراوليكوال اړتياګرځېدلې ده اوپښتون دپاكستان دجوړيدو له ورځي د زورور دښمن سره دمبارزې په حالت كي پاته دى او دپښتوادب شاهكاره شاعري ،ناول اولنډي كيسې دهم دې مزاحمتي ادب بركت دى اودمزاحمتي ادب دتخليق نه هېريدونكي ځايونه دزندان توري كوټې اوداستبداد توري زولنې وې هم دي :
د دروېش دراني شاعري دزندان اوزولنو له تجربو اوترخوكه څه هم بې برخي ده خودانقلاب اوملي مبارزې احساس پكي غوټې وهي ،د افغانيت اوخپلوۍ درد يې مزاحمتي ياانقلابي شعرويلو ته اړباسي ،دمزاحمتي ياانقلابي شعرپه وسيله په ټولنه كي فكري بدلون ته زمينه مساعدوي :
(يو ورور بدمعاش پيداكول هم ضروري دى ) پراساس انقلابي مبارزه ددې انقلابي قام اړيتا پاموي او ذهنونه د اجتماعيت لورته سيخوي ،دشاعر دقام غميزه قبيلويت او غربت دى ،دشاعر په اند څويې قام بيرته اجتماعيت نه ونه بلل سي هم داكورنۍ جګړې اوقبيلويي كركي به يې ترهغو ديوملت په حيث ټوټې،ټوټې او خاوري پرسرساتي :
(اغزنه لار) مرام اواندازهم هغه وو،كوم چي تردې وړاندي داجمل خټك (غيرت چېغه) كي پاته سوى وو،هم داسوب ووچي اجمل خټك دروېش درانى دپښتونظم لوى شاعربه نومولو ،
(اغزنه لار) په پښتو عصريزه يااوسمهاله ادب كي خپل برم هم هغه ډول ساتي لكه څه ډول چي دنيمي صدۍ تېريدو باوجود (غيرت چيغه ) نن هم خپلي بلي لمبې په مړو رګونو كي هم هغسي تودې ساتي ،پوهنمل بريالى باجوړى ليكي (دروېش دخپلي شاعرۍ دپېل په وخت كي داجمل خټك ترتاثيرلاندي وو،خودوخت په تېريدويې بياخپله لاره بېلاكړله) داچي (اغزنه لار) دمقدار له پلوه غني وه كه دمعيار ،اوداټولګه شعارته څومره نژدې وه؟ دا ديوه مستند اوبې طرفه كره كتونكي دنده او مسوليت پاميږي ،خوشعاري شاعري دقومونوپه ادب كي په پراخه كچه اودضرورت په اساس تخليق سوې ده ،دايليااهرنبرګ په قول(ديوه ليكوال لپاره يوازي دا اړينه نه ده چي هغه دي د داسي ادب په تخليق لاس پوري كړي چي يوازي دمستقبل ادب وي هغه ته دداسي ادب په تخليقولو هم لاس پوري كول په كاردي چي تش ديوې لحظې لپاره وي ،كېدى سي هغه لحظه دده دقام دقسمت فيصله كېدونكې وي)،د استبداد ،رياستي اوټولنيزجبر اونابرابرۍ دشتوالي په اړتياشعاري شاعري رامنځ ته سوې ده ،شعاري شاعري اصل كي هم دامزاحمتي يامقاومتي انقلابي ياترقي پسنده شاعري ده چي كله يې د(اسلامي ادب ) په سازش اودسيسو مخه نيول كيږي اوكله يې په شيش محل كي ناست تنخواداران د(خيټي ادب) نوموي لاكن (اغزنه لار) دترقي پسند ادب (كم ازكم دجنوبي پښتونخوا يالوى كندهار)يوه داسي تل پاتي ټولګه ده چي دغېرژبو دانشورو داخبره هم ردوي چي وايي (دجنوبي پښتونخواپه پښتنو كي ترقي پسندتحريك چلېدلى نه دى نوترقي پسند توكي به يې په ادب كي څنګه ورسره ومنو):
(اغزنه لار) كي ترپښتون ملت پالني دطبقاتي شعورعكس زيات جوت هم روښان ښكاري ،دانقلاب د راوړلو تنده خورا اسماني (اوج ته رسېدلې) ورپكي ښكاري هم داسوب دى چي (اغزنه لار) دمصلحت نه دبغاوت شاعري ده ،ترثورانقلاب وړاندي حالاتو ترجماني كوي اودپښتون وطن دناخوالو اودپښتنو دلوږو،تندو درپدريو او اوږدې غلامۍ زيږنده شاعري ده :
په كومو زړه چاودو وختونو كي چي (اغزنه لار) رازيږي اوراځليږي په هم هغه وختونوكي دخولې چوڼ ايستونكي تر داره بې له دليله به رسېدل ،دزندان دتيارو اوزولنو نصيب به ګرځېدل ،شاعر،دانشور،روڼ اندي ټولو په سمڅو كي عافيت لټولو اودروېش دراني منصور واره (اغزنه لار) پخپلو وينو دجبراوپوځي استبداپه مقابل كي روښانه وساتله هم ددې لاري ټول اغزي يې پخپلو تلو پوري يوړل راتلونكو ته يې دا لاره خورا پسته او روڼه كړه نورو(اغزنه لار) ځكه تعقيف نكړه چي دا ترداره نېغ تللې لار وه اوله (دربار) يې بغاوت دنورو دانكار روښان دليل ګرځېدلى وو:
(اغزنه لار) شاعري په مجموعي ډول ترقي پسنده اودمزاحمتي لهجې شاعري ده اوڅوك مستند نقد څېړونكى كولاى سي ويې څېړي دشاعرفكراوهنر په ايماندارانه توګه راوسپړي او وډر لوري به لوستونكو ته روښان كړي هم به دعصريز يااوسمهاله پښتو ترقي پسندنقد روش او شتوالى به څرګندسي اوهم دپښتوادب د ډګر دنقاد اونقد معيار او استعداد به جوت سي :
(اغزنه لار) كي دملت سره،سره زيات رنځيدلى په وينو اولمبو كي وريت ژوبل ،ژوبل بشريت شاعرځان پسي راكاږي اوشاعر په شعوري توګه هڅه كوي چي دخپل ملت ناخوالي اوستونځي دبشريت په هنداره كي نړيوال استعمارګر او استبدادګرهم هغه ډول ګواښي څه ډول چي دخپل ملت زر دار او بنګله وال ديوې پښتنې مورپه ژبه ګواښي :
دترقي پسندشاعرۍ جوت ارزښت هم په دې كي دى چي په رټلو او رنځيدلو خلګو كي يې دژوند هيلي او ارمانونه ګړندي اودپاڅون جنډۍ رپاندي وساتلې (اغزنه لار) دبدترين امريت(ديكتاتوري) په وختونوكي سترګي روڼوي اوپه افغانستان كي ثورانقلاب رامنځ ته كيږي دروېش درانى چي دامهال دپوهنتون لوستونكى دى ،وروسته كراچي پوهنتون څخه په انګرېزي كي ماسټري كوي هم دامهال چي دزندان اوځنځيرموسم وحشي دى (اغزنه لار) دانقلاب يوه مسته چيغه اورېدل كيږي اونيم زاله خلګوته دجرات اوبغاوت ټپه زمزمه كوي او خلګ په يوه خوله دشاعرپوښتنه تكراروي :
دانقلاب د راوړو لور چيري دى !
لږاوډېر كه تراوسمهاله ليكل سوي دي نو د دروېش دراني دغزل په اړه ليكل سوي دي اودغزل په هغه بيتونو يې ډېرګي مجلسونه سوي دي چي استعاراتي او تشبياتي بڼي لري او دروېش صاحب هم تر(اغزنه لار) وروسته په شعوري توګه هڅه كړې ده چي دجانان او دوران غمونه دغزل په چوكاټ كي يووبل سره ګنډلي وساتي اودنظم لمن دومره ويړه كړي لكه څومره چي دپښتون داجهان ويړښكاري :
امكان لري دنظم دجهان دا ويړتيا به يې كره كتونكي دې ته اړباسي چي دغزل په ځينو بيتونو يې ځان لالهانده اولوستونكي تشنه وساتي خوداهم يوحقيقت دى د دروېش شاعري يودروېش سپېڅلى اوځانګړى كره كتونكى غواړي (اغزنه لار) په نظمونوكي دشاعر هڅي، تجربې اوپېغام نېغ په نېغ دشاعردمبارزې اونظريې عملي برخه جوړوي دشاعردنورو ټولګو (په ځانګړې توګه زخمي لاسونه) دنظمونو په څېر مشاهداتي بڼه نلري :
دفلسطين محموددروېش په اسرايل كي په رسمي توګه ميشت پاته وو،خودشاعرۍ نېغ په نېغ واردات يې فلسطين وو ،دفلسطين خلګ اود فلسطين خپلواكي وه اومهم ټكى يې فلسطيني رياست نه فلسطيني قوميت ته پېښ دخطر اودمنځه وړلو ګواښ دى چي په شعركي يې بيا،بيا راڅرګنديږي ،دغاصب څخه دخاوري اوخپلواكۍ دژغورني په جګړه كې څو،څو نژادونه قرباني سوي اوڅو،څو نژادونه يې دسرښندني په دې هيله منتظرپاتي دي :
دزيتون وني يې سوځېدلي اودسيندونو څپې يې لمبې ،لمبې ګرځېدلي دي نوځكه محموددروېش اړ دى چي دسمبولونو وياندو سمبولونو په وسيله هغه څه ووايي چي دده خلګ يې غواړي او دوطن اوخپلواكۍ په ګټلو كي ورسره ويړياكومكونه وكړي :
دپابلونرودا،شاعرۍ خوهم داستبداد اوبين المللي استعمارپه مقابل كي د(چلي) دحريت خوښونكو خلګوسره دخپلواكۍ ګټلوپه لاره كي دمبارزې اوپاڅون ويړياكومكونه وكړل، نرودا زور وردښمن دتوپك ترمرميو قرباني كړو خو د نرودا شاعري دنړيوالو رټلو رنځيدلو خلګو لپاره داميد او اتلولۍ تل پاتي سمبول وګرځېدو هم دابين المللي شاعرانه روش اوچلند د دروېش دراني په (زخمي لاسونه )كي ليدلى سو چي دشاعرشاعري دانقلاب اوبغاوت څخه دتاريڅ دجبر و پړاو ته ورداخليږي اودشاعر نژاد ديوې ړندې جګړې قرباني كيږي اوپښتون قوميت او افغاني حاكميت يې سترګواښ ته مخامخ كيږي نړيوال قوتونه يې پرسپېڅلې خاوره شيطاني اتڼونه ورته اچوي اوشاعريوې اوږدې ړندې جګړې ته مخامخ كيږي دسولي اړتياپاموي جنګي اوزارترنقدلاندي نيسي هم دشعر دغمي په ځلولو او توږلو نوربوخت پاتيږي او (اغزنه لار) دخراش اوتراش دتمرين تخته ګرځوي (اغزنه لار) (ستوري په لمن كي ) په بڼه رامنځ ته كيږي دا ډول زاړه شراب په نوي جام بدليږي !
كه دا ورسره و منو چي د دروېش دراني په چاپ سوې شاعري كي ځني كمزوري بيتونه سته اوهم يې په ځينو بيتو دنورو ژبو دشاعرانو يادپښتو دكلاسيكوشاعرانو(فاران چي ورته اشاره كوي) اغيز سته ،نوهم د دروېش په ادبي قد كوم منفي اغيزه ښيندلى نسي ،كه دا ډول وړې ،وړې نكتې دبحث موضوع وګرځوو دروېش څه ډېرلوى،لوى بتان به راوغورځي .
د لراوبر اداره د ښاغلي عصمت الله زهير صاحب څخه د منني تر څنګ خپلو درنو لوستونکو ته د نوميالي شاعر دروېش دراني صاحب دغه د امن شعر د ځوان شاعر سيدشاسقيم په ږغ کي تاسو ته وړاندي کوي.په لراوبر وطن کي د امن د راتلو په هيله.
خوښ يې کړئ او ويې لېږئ