کور / تازه خبرونه / افغانستان له انډونيزيا سره مهم سندونه لاسليکوي

افغانستان له انډونيزيا سره مهم سندونه لاسليکوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ولسمشر کرزى به د انډونيزيا له حکومت سره څلور مهم سندونه لاسليک کړي.
ولسمشر کرزى چي له دوو ورځو راهيسي د بالي د ديموکراسۍ په پنځمه غونډه کي د ګډون په خاطر انډونيزيا ته تللى، دغه سندونه به لاسليک کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل په دې سندونو کي انډونيزيا ته د افغان ډيپلوماتانو د ويزو، د فرهنګي اړيکو د پراختيا هغې يې ډېر مهم دي.
نوموړي وويل تر دې وروسته به افغان ډيپلوماتان انډونيزيا ته د تګ پر مهال ويزو ته اړتيا نه لري.
د موسى زي په وينا يو بل مهم سند دا دئ چي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په کال کي يو ځل د سياسي مشورو په خاطر سره ويني.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزى بسا د نومبر پر نهمه له انډونيزيا څخه هندوستان ته په څلور ورځني سفر ولاړ سي، چي هلته به هندي پانګوال په افغانستان کي پانګوني ته تشويق کړي او له هندي حکومت سره به د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزني، د کانونو د را ايستلو، د کيمياوي سري د جوړولو تړونونه لاسليک کړي.