کور / خبرتیا او پيغامونه / داود اعظمي ته د پکتيا والي د مبارکۍ پيغام!

داود اعظمي ته د پکتيا والي د مبارکۍ پيغام!

کله چی می دځوان ، تاند ، تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی داوود اعظمی د ځوان تکړه رهبر د جایزی په اړه واوریدل ، خدای شاهد دی خورا خوشحاله شوم.
د داوود اعظمی له غږ سره یواځی زه نه بکله ټول افغانان پوره بلد تیا لری ، د بی بی سی راډو د ټولو تکړه او زیار کښو کارکوونکو ترڅنګ داوود اعظمی هغه ځوان دی چی د بی بی سی راډیو په اوریدونکو کی یی ریاتوالۍ راوستۍ دی.
زمونږ ټولو ځوانانو ته که زمینه مساعده شی هر یوبه هڅه وکړی ترڅو ستری لاسته راوړنی راوړی او هیواد ته د ویاړ شمله وګرځی.
په اروپا کی د پینځه سوه میلیونو وګړو ترمنځ هغه هم یو افغان له څلویښت کلونو ټیټ مشرتابه غورچاڼ کی د یو افغان بریا د ځوان مستعد په توګه څه آسانه خبره نه ده
زه په سر کی ښاغلی اعظمی ، د اعظمی له اړه دده کورنۍ ، د بی بی سی ټولی اداری او کارکوونکو ، دده ملګرو او ټولو هیواد والو ته د زړه له کومی مبارکی وایم.

خدای دی ده ته اوږد ژوند ورکړی ترڅو د افغانانو او افغانستان نوم په ټوله نړۍ کی وځلوی.

په خورا درنښت
جمعه خان همدرد
د پکتيا والي