کور / تازه خبرونه / هلمند: د ماين چاودني لس ملکي کسان ووژل

هلمند: د ماين چاودني لس ملکي کسان ووژل

د هلمند په موسى کلا ولسوالي کي لس تنه ملکي کسان د ماين په يوه چاودنه کي مړه سوي دي.
د موسى کلا امنيه قومندان حاجي اميرمحمد آزادۍ راډيو ته ويلي چي د ملکي کسانو د سپرلى موټر پر ښخ سوي ماين ختلى او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د اميرمحمد په وينا په پېښه کي پنځه ښځي، يو کوچنى او څلور نارينه مړه سوي او اووه کسه نور ټپيان سوي دي.
د دې پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو افغان حکومت يې د طالبانو کار بولي.