بدخشان:وسله والو د پوليسوچارواکي ښځه ووژله

د لراوبر اداره | نوومبر 8th, 2012


د بدخشان ولایت چارواکې واېې چې تیره ورځ ماسپیښین وورسته د بدخشان جرم ولسوالۍ کې د یوتن پولیس آفسر ښځه په ډزو سره ووژل شوه.
د بدخشان والی ویاند عبدالمعروف راسخ وویل دغه ښځه هغه مهال د وسلوالو له لوری ووژل شوه کله چې وسلوالو ورځنې د خاوند د ټوپک غوښتنه وکړه. راسخ زیاته کړه (( دغه ښځه ۲۸ کاله عمرلری اوخاوند يي د جرم ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ کې دنده ترسره کوي.))
ددغه پیښې مسوولیت تراوسه کومې وسلوالې ډلې پرغاړه ندی اخیستې.

په وروستیوکې په شمال ختیز زون کې مدنې ټولنوفعالانو په خبره د ښځوپروړاندی تاوتریخوالۍ کچه زیاته شویده.
د کندوز د ښځوچارو رئیسه نادره ګیاه وايي په وورستیوکې د تاوتریخوالۍ پېښوکې ډیروالې راغلې. د لړم میاشتې په ۱۶ نیټه د کندوز په حضرت سلطان کل کتای سېمه کې یوه ښځه د خپل خاوند له لوری د کورنۍ تاوتریخوالۍ له امله ووژل شوه په روانه میاشت کې دا د خپل ډول دویمه پيښه وه ددی وړاندی دابراهیم په نوم ناقانونه وسلوال له لوری ګل بشره په نوم میرمن هغه مهال ووژل شوه کله چې د ابراهیم بداخلاقې وړاندیز يي رد کړ.

Copyright Larawbar 2007-2024