ګواتیمالا : زلزلې ۵۲ تنه ووژل او ۲۲ نور نادرکه دي
زلزلې د ګواتیمالاا او ګاونډي مکسیکو ځيني برخي سختي لړزولي دي چي له امله یې ۵۲ تنه مړه او ۲۲ نا درکه دي.
زلزله چي د چهارشنبې په ورځ پیل سوې 7,4 درجې ښودل سوې وه خو تر اوسه یې ۷۰ نوري لړزې هم د 4,9 درجو په اندازه ثبت کړل سوي دي .
دګواتیمالاا ولسمشر نن پنجشنبه په يوه خبري کنفرانس کښي د زلزلې ځپلو شمیر 1,2 مليونه وګړي وښود چي تر څنګ یې زیاتي سيمي له بريښنا او نورو اولنيو مرستو څخه بې برخي سوي دي .
په ګواتیمالا کښي د 1976 راهيسي دا تر ټولو درنه زلزله ګڼل سوې؛ کله چي شل زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ وو.
وېډيو :