کور / مېرمن / کوچنۍ نجوني تر لويانو هوښياري دي

کوچنۍ نجوني تر لويانو هوښياري دي


لیوټالشټیو له مشهورو داستانونو څخه
ژباړه: محراب الدین واکمن


د یکشنبی ورځ او د ایسټر(د عیسویانو په باور د عیسی ع د ژوند ته راګرځیدو ورځ) سهار و، واوره لاهم پر مڅکو او میدانونو پرته وه، د واوری او باران اوبه لاهم د کوڅو په لښتیانو کښی روانی وی.


د کرهڼیزو مڅکو په منځ لاره کښی د دوو مختلفو کورونو نجوني سره پیښی شوی، دا منځ لار هغه ساحه ده چی د مڅکو او فارمونو چټلی اوبه پکښی ډنډ شوی دی.
یوه انجلی وړه او بله په عمر نسبتآ غټه وه، مورګانو په دواړو نجونو ښایسته کالی اغوستی وه ،د دواړو سره پړونی پر سروه ،د کوچنی ابی او د غټی ژیړ کالی په ځان وه او دواړی تازه له کلیسا څخه راغلی وی. 
په اول قدم کښی دواړو خپل سینګار یو بل ته وښول او وروسته یی په لوبو کولو شروع وکړه.


دواړو دا هوس وکړچی په اوبو کښی څه مستی او لوبی وکړی، کوچنی انجلی د خپل بوټونو سره د ډند په اوبو ورګډه شوه.
غټی انجلی چی دا ولیدله نو یی وویل ، د بوټونو او جراپو سره په اوبو مه ورګډ یږه ……ملاشاه! مور به دی درباندی په قهرشی.
مشری انجلی وویل: زه خپل بوټونه او جراپی وباسمه ته هم همداسی وکړه، دواړو خپل بوټونه او جراپی ویستله ،لمنی یی راونغښتلی او په اوبو ورګډی شوی.
اوبه د ملاشاه تر بجلکو راورسیدی او داسی ناره یی وکړه….
اکلیا! اوبه ډیری دی او زه ویریږمه
اکلیا وویل: راځه راځه مه ویریږه ،اوبه دومره ژوری نه دی .
په اوبو کښی د حرکت په وخت کښی دوی دواړی یوبل ته نږدی شوی، په دی حال کښی اکلیا وویل: ملاشاه لطفآ اوبه مه شینده او یوڅه ارام قدم وهه ،
اکلیا داغه وو چی له ملاشاه یی د ورو قدم وهلو غوښتنه وکړه…..ملاشاه د پښی پواسطه په زور سره اوبه وپاشلی ،کومی چی د اکلیا پر کالو،پزه او سترګو وشیندل شوی .
اکلیا چی کله د مردارو اوبو داغونه پر خپل کالو، پزه او سترګو ولیدل نو ډیره په قهرشوه او په ملاشاه پسی شوه د غچ اخیستلو په مقصد، 
ملاشاه چی کله ځان داسی په جنجال کښی راګیر ولید نو له اوبو راوخته او مخ پر کور په څغاسته شوه.
اکلیا هم د کور پر خواه رهی شوه، په لاره کښی یی مور ورسره مخ شوه ، مور چی یی کله خپله لور داسی په اوبو او غټو لنده او ککړه ولیدله نو یی وویل:
هی شریری او مردارخوری انجلی دا دی په ځان څه کړی دی؟
اکلیا وویل: ملاشاه په قصدی ډول دغیسی کړمه، 
په هغه لحظه کښی د اکلیا مور ولاړه او ملاشاه یی په لار کښی ودروله او هغه یی ټینګه په څټ کښی په چپلا خه ووهله،  ملاشاه هم په چیغو او ژړا پیل وکړ، داسی ژړا ترڅو ټول کلی یی واوری.
په دی صحنه کښی د ملاشاه مور له کوره راووته او د اکلیا مورته یی وویل  تا ولی زما لور واهلی ده؟ د اکلیا مورته یی سپکی سپوری وکړی، د یوی خبری څخه بله خبره پورته شوه او په کوڅه کښی ږغ او ږوغ شو او خبره تر سړو ورسیدله،
د دواړو کورونو سړی راووتله ،په کوڅه کښی خلګ راټول شول ، څوک د چا نه اوری بس چیغی او سپکی سپوری یو بل ته سره کوی.
په دی حالت کښی د اکلیا زړه آنا راووتله ترڅو دا خلګ سره ارام کړی او داسی یی وویل:
تاسی څه فکر کوی د انډیوالانو او رفیقانو په باره کښی؟ ولی تاسی داسی رویه کوی د یوبل سره؟
خصوصآ د ایسټر په ورځ، دا د خوښی ورځ ده نه د احمقی ورځ…؛
هیچا دی زړی ښځی ته غوږ ونه نیوی او حتا هغه یی پوری وهله،هغی بیچاری هم ونکړای شو چی خلګ ارام کړی، په عینی حال کښی ښځو هم هلته یوی بلی ته ښکنځل او سپکی سپوری کولی.
په دی حالت کښی اکلیا خپل کالی پاک کړل او ولاړه ، د ډبری پواسطه یی مڅکه پری کول شروع کړه ترڅو یوه کوچنی لاره وباسی او هغه ولاړی اوبه پر سړک وبهیږی.
ملاشاه هم ولاړه اود اکلیا سره یی مڅکه کیندل شروع کړه، اوبو ته یی لاره ویسته او اوبه یی پر سړک ایله کړی، د ډنډ اوبه په حرکت شوی او دهغی زړی ښځی وخواته ولاړی چا چی د جنجال ارامولو کوښښ کوی.
 
له یوه طرفه د دواړو کورنیو سړی نږدی دی چی جنګ وکړی مګر بل طرف ته دواړی نجوني بیرته په ساتیری شروع وکړه، د روانو اوبو پر دواړو خواوو ملاشاه او اکلیا په ځغاستی شروع وکړه او په نارو سروی دواړی ،
ملاشاه ! اوبه درونیسه 
اکلیا ! اوبه درونیسه
دواړی ماشومانی په خندا او ساتیری مشغولی وی،حتا د خندا د لاسه یی یو بل سره خبری نشوای کولای، دواړی نجوني د قهرجنو خلګو پرخواه په منډه وی، 
ناڅاپه د هغه زړی بوډی فکر شو چی دواړی نجوني په بازی مصروفی دی ،نو یی مخ د خلګو و خواته ورواړه او ویی ویل:
(په خپلو ځانونو نه شرمیږی؟، نه شرمیږی چی جنګ او جنجال کوی د هغو نابالغو نجونو په خاطر چا چی هر څه هیرکړیدی او په خوشحالی سره په ساتیری اخته دی)


خلګو چی د کوچنیو خواته وکتل، ډیر وشرمیدل او له ځانو سره یی وخندل او هر یو خپل کورته ولاړل.
 
ترڅوچی بیرته ماشومان نشی د ماشومتوب په دی بی خبره او جنتی دنیا باندی د هیچا سرنه خلاصیږی.
 
هدف:هیڅ وخت مونږ او تاسی باید د کوچنیو ماشومانو پر سرد خپلو ګاونډیانو سره جنجال ونکړو ،ځکه د کوچنیانو خاصیت مونږ او تاسی په پورته کیسی کښی ولوست، ماشومان معصوم او بی خبره دی ،دوی به کله جګړی کوی او کله به لوبی کوی نو مونږ باید د دوی خیال وساتو، که چیری کومه خبره پیښږی د کوچنیانو تر منځ نو تاسی لطفآ د دواړو ماشومانو پرسر لاس تیرکړی او دواړو یا هم ټولو ماشومانو ته مینه ورکړی.