کور / تازه خبرونه / مولانا صوفي محمد خوشي سو

مولانا صوفي محمد خوشي سو

د پاکستان حکومت د نفاذ شريعت محمدي بنسټپالي ډلي مشر مولانا صوفي محمد خوشي کړ.
مولانا صوفي محمد په ٢٠٠٢ کال وروسته له هغه د امريکا د حکومت په غوښتنه په پاکستان کي ونيول سو، چي په ٢٠٠١ کال کي يې په زرونو قبايلي طالبان له امريکا سره د جګړې دپاره افغانستان ته د افغان د طالبانو د مرستي په موخه ولېږل.
د پاکستان حکومت د مولانا صوفي محمد د خوشي کېدو علت تر اوسه نه دى ښوولى، خو ويل کېږي ښايي نوموړى د افغانستان د پاره د پاکستان د تښتول سوي سفير طارق عزيز په بدل کي له طالبانو سره د يوې معاملې په خاطر خوشي سوى وي.