کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نسائي ولادي ډاکټر په ملګرتيا د پوځونو معاينه

د نسائي ولادي ډاکټر په ملګرتيا د پوځونو معاينه

د جرمني د فوکس ان لاين د ٢٠/٠٤/٢٠٠٨ د خپروني څخه:



د هسپانيې د دفاع لومړنۍ وزيري کارمۍ شاکون په خپل هيواد کي سخت شورماشور را پارولئ دئ. دغه ٣٧ کلنه سره ددې چي د اميدوارۍ په اوومه مياشت کي ده، افغانستان ته د نظامي قطعاتو و ليدني کتني ته تللې ده.ددغي بلاربي وزيري سره د احتياط په خاطر يو لنګونمل ډاکټر هم تللئ دئ.


د هسپانيې د دفاع وزيره شاکون په افغانستان کي د قطعاتو د ليدو پر مهال


 


کيداي سي چي د هسپانيې د دفاع وزيره دي کومه نظامي تجربه ونلري. خودا د شخړو او مخالفتونو سره ښه بلده ده. دې د خپل مأموريت د پيل سره سم د روم سره يو کړکېچ را وزيږاوه. هلته په روم کي محافظه کاره لومړي وزير سيلويو برلوسکوني چي په ټولټاکنو کي يې برئ تر لاسه کړيدئ په تکبر ويلي دي چي د هسپانيې د سوسياليست لومړي وزير ساپاتيرو کابينه تکه سره نه، بلکه ګلابي رنګه ده.   


ساپاتيرو غواړي چي په هسپانيه کي نرسالاري له مينځه يوسي او د نر او ښځي تر مينځ د عنعنوي توپيرپه ليري کولو سره خپله ټولنه معاصره کړي. دده په کابينه کي دغه شاکون وزيره په ښځو ښه پوڼې ده. په کابينه کي ٩ ښځي د ٨ سړيو په مقابل کي ناستي دي. اوس هلته د لومړي ځل دپاره د حقوقو د برابرۍ يو وزارت هم تشکيل سويدئ، چي ٣١ کلنه ” بيبيانه آيدو“ يې وزيره ده.


د بلي خوا شاکون د خلګو ږغږوغئ هم را پارولئ دئ. که د يوې خوا د ښځو د حقوقو ډلي ددې په ټاکنه خوشاله دي،خو د بلي خوا د پخوانيو صاحبمنصبانو يوه ټولنه پر دې دغه نوغئ ايږدي چي نظامي تجربه نلري. خو دغه افسران ددې لپاره چي د تبعيض د هر ډول تورڅخه ځان وساتي، وايي د شاکون اميدواري ( چي اوس په ٧ مه مياشت کي ده) و موږ ته هيڅ مشکل نه دئ. د ښځينه سرتيرو سره اوس دوي ښه عادت نيولئ دئ، دا ځکه چي د  ١٣٠٠٠٠  ”سړيو“  د اردو څخه  اوس په سل کي ١٥ ښځي دي.


شاکون د خپل مأموريت د پيل پر وخت ويل، نن ورځ چي يوه ښځه د دفاع د وزارت  مسؤليت پر غاړه اخلي، دا د هسپانيې په اردو کي د ښځو د ورګډولو يو روښانه ثبوت دئ . دې اول د هسپانيې په بارسيلونا او وروسته په کاناډاکي د اساسي حقوقو په څانګه کي  تحصيل کړيدئ. د اتلس کلنۍ راهيسي د هسپانيې د سوسياليستي کارګري ګوند ( PSOE ) غړې ده. د لومړي وزير ساپاتېرو د حکومت په لومړۍ دوره کي هم د کور جوړولو د چارو وزيره ټاکل سوې وه او ميړه يې چي ميګوئيل باروسو نوميږي، پخوا د ساپاتېرو د ادارې په مطبوعاتي دفتر کي کار کاوه. 


کله چي شاکون ودې خپل نوی مقام ته را څرګنده سوه، نو يې سرتيري د ځان سره ودې شعارونو ته راوبلل چي: ” تل دي وي هسپانيه!“  او ” ژوندی دي وي پاچا!“  يوه جګپوړي افسر ” ال_ پاريس“ ورځپاڼي ته دغه ډاډګيرنه ورکوله چي ” موږ وشاکون ته هغومره احترام لرو لکه تر دې مخکي وزيرانو ته ، خو ددې په وړاندي لا يوڅه نور مؤدبه يو.


مګرد محافظه کارو کونجکيانو له خوا سوړ باد پر را الوزي. د ”ال _ موندو“ ورځپاڼي په يوه سرمقاله کي دغه پوښتنه سويده چي که د جون په مياشت کي (ميرمن)  شاکون خپل ١٦ اونيزه کورنئ رخصت واخلي، نوبه څه کوو؟ او وايي چي ساپاتيرو د دفاع وزارت د يوې پارونکي تجربې لپاره ناوړه استفاده کړيده. او زياتوي چي: ”دا به وخت او زمان وښيي، چي دده دغه کاريې پر ځاي اوکه هسي يوخوشي کار وو.“