‎بیا هم اداري فساد (حفیظ الله خالد – ویانا)

د لراوبر اداره | اپریل 21st, 2008


نن سبا زیاد شمیر افغانانو سره دا سوال پیدا شوی چی زموږ په هیواد کی اداري فساد پر ضد مبارزه ولی بریالي نده؟ ولی د دی ټولو هلوځلو اود فساد ضد مختلفو ادارو سره سره د اداري فساد  کچه په هیواد کی نه یوازی دا چه ښکته نشو بلکه د هغه ګراف مخ په پورته روان دی تردی حده چی زموږ هیواد په نړي کی د هغو څو محدودو هیوادوپه لست کی راغلی چی دا مرض په کی د خطرناک حالت تر پولی رسیدلی دی ، په حقیقت کی د دی تباه کوونکي مرض د موجودیت لوی عامل  تورنو او د اداری فساد عاملینو نه د شخصي، ژبنی، او قومي  اړیکو پر بنسټ د ځینو قدرتمندو اشخاصو او کړیو ملاتړ دی ، لاندنی مثالونه به موضوع  نوره هم روښانه کړي :


څو موده مخکی د لوی څارنوالي پلاوی د هرات ولایت د دولتي چارو د کارونو د څیړلو لپاره هغه ولایت ته سفر وکړ د هرات د ښاروالي د اداري چارو د تحقیق په لړ کی د هرات د ښار پر ښاروال د اسنادو پر بنسټ  د بیت المال نه د ناوړی استفادی  تور ولګید او سمدستي د قانون د لارښونی سره سم  ترموقتی څارنی لاندی ونیول شو خو د ښاروال مجددي صیب د موقتی څارنی نه لا څو ورځی نوی تیرسوی چی لوی مجددی صیب په کابل کی د هغه مرستی ته ورودانګل او د استعفی ترګواښه مخکی لاړه۰


بیا د لوی څارنوالی مئوظفینو د مرکزد اداري چارو د څیړلو بهیرکی د روغتیا د وزارت  د سپیو د له منځه وړلو په څانکه کی د یوسلو شپیته زرو ډالرو د اختلاس اسناد لاسته راوړل او د موضوع په اړه یی دوه  تنه شکمن کسان ترموقتي څارنی لاندی ونیول دوسیه لا تکمیل سوی نوه  چه د روغتیا  د وزیر شکایت پورته شو او د وزیرانو په شورا کی د استعفی ګواش او د تورنو کسانو د سمدستي خوشی کیدو اولتیماتوم يی ورکړ۰ 



ورپسی د ملی رادیو تلویزیون د اداري چارو د څیړلو په وخت کی د څارنوالی موظفینو د دوه سوه زرو ډالرو د درغلي  او نا وړه استفادی ځینی اسناد لاس ته راوړل د څارنوالی موظفینو لا د  نورو   شواهدو او مدارکو په راټولولو بوخت وو چه دا ځلي د جمهوری ریاست  د فتر نه  د هغه وخت د ملی رادیو تلویزیون د رئیس په ملا تړ اواز پورته شو او تحقیق بهیر هماغسی نیمګړی پاتی شو ، خو بیا چی روشن صیب د ملی رادیو تلویزیون نه استعفی او بیرته المان ته راستون شو په  ملی رادیو تلویزیون کی په لویه کچه د درغلیو او ناوړه استفادی اوآزی خپری شوی ۰


اوس پدی ورستیو ورځو کی په رسنیو که پرله پسی خبرونه خپریږی چه په کندهار ولایت کی د ننګرهارد والی په ملاتړ لاریونونه او غونډ ی جوړیږی او په یوی پریکړی لیک کی خو لا لوی څارنوالی ته  اخطار ورکړل شوی چی ټول تورونه دی بیرته واخلی عجیبه خو لا دا ده چی د پریکړی په پنځمه ماده کی راغلي : كه د څارنوال صاحب اصلي هدف له چا سره حساب كول وي، نو هغه كسان چي پهڅرګنده ورته ګواښونه كوي او د زرګونو خلګو په وژلو تورن دي هغوى دي ترلاس ونيسي او محكمې ته دي يې وسپاري.۰



د دی پریکړی پر اساس ګواکی ترهغه وخته چی یو شمیر اشخاص چی د خپل منځی جګړو په وخت کی د زرګونو خلکو په وژلو تورن دي محاکمه شوي نوي که بیت المال چورهم سی او د بیت المال د پیسو نه هر رنګه ناوړه ګټه پورته شی د قانون د پلی کولوچارواکي د پوښتنی حق نلري که داسی وي نو هر قاتل غل او داړه مار به د محاکمی په وخت کی دا پلمه کوي چی اول دی هغه پخواني اشخاص محاکمه شی۰ 



زموږ په ګران هیواد کی د  جنایت کارانومحاکمه خو د ټولو افغانانو خواست او هیله ده مګر دی کار کی ځنډ  باید هغو کسانو لپاره پلمه نشی چی قانون تر پښولاندی کوی او د بیت المال د پیسو او خپل مقام نه ناوړه استفاده کوی ،  په یوه هیواد کی قانون هغه وخت په ریښتنی صورت سره پلی کیدا ی شی چه د هغه هیواد پرټولو ‎اوسیدونکو باندې قانون بی له کوم تبعیض  یو رنګه او په مساوی ډول تطبیق شي ، د ننګرهار والی زموږ د هیواد  د بریالیو والیانو له جملی څخه  شمیرل ګیږي او دا  هم پدی دلیل چه د ننګرهار ولایت کی  څه نا څه امنیت او د بیا راغا ونی بهیرپه چټکي سره روان دی .



   مګر د څارنوالی لخوا پر یو چا لګول شوي تورونه د دی معنی نلری چه هغه دی حتما د قانون نه سر غړونه کړی وي د یوی عمومي حقوقي اصل بربنسټ  د محاکمی  په بهیر کی برائت د جرم  اصلي حالت دی ، هرهغه تورن او شکمن کس ته په محکمی کی دا  فرصت او وخت ورکول کیږی چی د خپل بی ګناهی سپیناوی وکړي د دی کار لپاره شرعی او  قانوني لاره  دا ده چه تورن په  محکمه کی د اسنادو او مدارکو په وړاندی کولو سره د لګول شوي تورو نو نه ځان پاک کړي  نه په  لاریونونو او غونډو چی دا د قضایه قوی او څارنوالي باندی د فشار راوستلو معنا لري ، موږ یو مشهوردري متل لرو چی وایی ( آنهایرا که حساب پاک است از محاسبه چه باک است) هو هغوی چی په پاکي صداقت او د وطن پالنی په روحیه خپل وطن ته خدمت کوي د محاسبی او محاکمی نه ډاریږي ۰


البته دا هم ډیره مهمه ده چی د قانون د پلي کولو چارواکي په تیره بیا د څارنوالی او قضا منسوبین باید د هرراز درغلیو نه پاک خلک وي او خپل کار کی یوازی  د خدای ج رضا ،عدالت او د هیواد  ملی ګټی په نظر کی ونیسی ځکه د دیرشو کلونو دښمنیو او جنګونو نه وروسته زموږ په هیواد کی د سیاسی مخالفینو پر ضد په مختلفو بڼو د د سیسو جوړول اود هغو ځپل او بد نامول د امکان نه لری نه بریښي۰


په یوی عدالت او دموکراسی نه په  برخورداره ټولنه کی د هغه هیواد ټول اوسیدونکی د قانون په وړاندی یو شان دریځ لري ،هیڅ څوک دا حق نلري ځان د قانون نه پورته وګڼی هغه کسان چی په لوړو څو کیو کی کار کوی او د نورو په پرتله د زیاتو امتیازونو او امکاناتو نه ګته اخلی باید  ځان باندی د قانون په پلی کولو سره  نورو ته مثال شي ، یوازی د هیواد ټولو اتباعو باندی د قانون د یو شان پلی کولو په صورت کی موږ اداري فساد او د ټولنی نورو ناخوالو باندی بری موندلی شو۰ وسلام

Copyright Larawbar 2007-2024