خوست:دسړک غاړي ماين ديوې کورنۍ شپږ غړي ووژل
دعقرب دمياشتې په ٢١نېټه سهارمهال وختي دخوست ولايت د صبريو ،يعقوبيو ولسوالۍ اړوند مکتب بازار په سيمه کې په يوشخصي پيکف موټر پسې دسرک په سرځاى پرځاى شوي ماين چادونه وشوه چې دچاودنې په نتيجه کې ديوې کورنۍ شپږغړي شهيدان شول ،په شهيدانو کې يونوى زيږيدلى ماشوم ،دماشوم مور،انا ،پلار،نيکه او تره شامل دي.
دسيمې ولسوال زرمعيد مخلص په دې اړه وايي دصبريواويعقوبيو په ولسوالۍ کې يوې کورنۍ چې خپل مريض يې دشپې په ١٠بجو روغتون ته انتقال کړى و ،سهار وختي مهال ديوه نوي زيږيدلي ماشوم سره يوځاى دخپل کورخواته روان وو ،چې دمکتب بازارپه سيمه کې ددوى په موټرپسې دسرک پرسرځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وکړه چې دهمدې کورنۍ شپږ غړي په کې شهيدان شول ،ولسوال زياتوي چې دغه ماين په سيمه کې داسلام ،سولې امن او ولس ددښمنانولخواځاى پرځاى شوى وو.
خوست ولايت مقام په پېښې ژوره خواشيني څرګندوي ،داسلام ،ولس ،سولې ،امن اوثبات ددښمنانو دغه ناځوان مردانه اوبشريت ضد عمل چې دسرکونو او لويولارو پرسرماينونه ځاى پرځاى کوي اوپه بې ګناه ملکي کسانو تروريستي بريدونه کوي په سختو ټکوسره غندي ،ولايت مقام درامنځته شوې پېښې په اړه دژورې خواشينۍ مراتب دشهيدان کورنيو ،دوستانو اودخوست ولايت شريفو ولسونوته وړاندې کوي اودلوى خداى پاک ج دسپېڅلي دربارڅخه ددغه پېښې ټولو شهيدانو ته دفردوس جنت غوښتنه کوي .
همداشان ولايت مقام ديادې ولسوالۍ ولسوال او امنيتي ارګانونو مسوولينوته جدي لارښوونه کړې ترڅو ددغه پېښې درامنځته کيدو عاملين ونيسي او دسختو مجازاتولپاره يې دقانون منګولوته وسپاري.
ددغي پېښي مسوليت تر اوسه چا پر غاړه ندئ اخستئ .