دBBC بي بي سي مشر له دندې څخه ګوښه شو

59 | نوومبر 11th, 2012


دبریتانیااونړیوالوخبری سرچینوخبرورکړی ،چي دبي بي سي تلویزیون لوی مشرښاغلي جورج اينتويسل خپله دنده خوښي کړه .ښاغلي جورج دسيپټمبر په ١٧ نیټه دبي بي سي دلوى مشر په توگه په کارپېل کړى وو،اویواځې ۵۴ ورځي پر دنده پاتي شو.دبي بي سي لوى مشر جورج اينتوېسل د نيوزنايټ د ټلوېزيون له لوري له ماشوم نه دناوړه گټې اخيستنې ديوې خپرونې په تړاوله خپلې دندې څخه لاس په سرشو.
تردې وړاندې ښاغلي اينتوېسل ويلي وو، چي دنيوز نايټ هغه رپوټ چې په ناسم ډول يې د پارلمان پخوانې محافظه کار غړى لاردمک الپاين پکښي ښکېل وو ،بايد هيڅ کله هم نه واى خپورشوى. بله خواه دبریتانیا یوی تلویزیونې شبکي ویلې ،چي د بي بي سي پخواني همکار جیمی سانویل پریو شمیر ماشومانوباندي جنسي تیری کړیدی او دبي بي سي مشرتابه ددغو پیښو په هکله پوره مالومات درلودل ، ولی دمخنیوي لپاره یی هیڅ اړین اقدامات ونکړل. جیمزسانویل په ۲۰۱۱ کال کي مړشو اوپه اویا ۷۰ لسیزه کي د بي بي سي دنامتوستوروڅخه وو. داسې ښکاري چي په هغه وخت کی پریو زیات شمیرکم عمره ماشومانو اونجونو باندي د بي بي سي دهمکارانولخواه ناوړه جنسي تیری شوی او دوی ددي شبکي دقربانیانو څخه دی . دغه ډله قربانیان اوس پرځان باندی تیرسوی حالت بیانوی اودملامتو اوپړوکسانو محاکمه غواړي. دآی ټی وي په ځانګړی رپوټ کی راغلي دی چي دجیمی سانویل لخواه جنسي تیری زیاتره دبي بي سی سره په تړاودرلودونکوودانیوکي ترسره شویدی. ولي بي بي سي دخپل موقف او دریځ په خاطر داخبره پټه ساتلي وه او په ښکاره یی دجمیز سانویل ننګه کوله.
دښاغلي اينتوېسل ګوښه کیدل هم بیلابیل علتونه لری. هغه پخپله وایی ،کله چې دې دندې ته غوره شو، نو په دې باوري و چې بي بي سي دي دندې ته تر ټولو وتلى نوماند غوره کړى. داسې سړى چې دپرتوتیرو ننگونو پر وړاندې مبارزه وکړي او له امکاناتو څخه گټه پورته کړي.خو هغه زياته کړه چې د تېروڅواوونیو پېښو دئ دې نتېجې ته ورساوه چې بي بي سي بايد يونوى مشر غوره کړي.
د بي بي سي د ټرسټ مشر لارد پټين چې له ښاغلي اينتوېسل نه وروسته یی خبرې وکړې وويل” له شک پرته چې دا زما دژوندتر ټولوغمجنه شپه ده”.هغه دارنگه د ښاغلي اينتوېسل دستر کاراو تجربي ستاينه وکړه.د بي بي سي دغږ اوموزيک دبرخې اوسني مشر تيم ډيوي ته دبي بي سي دلوى مشر دسر پرست په توګه دنده ورکړل شوه ،چي دبي بي سي دمشرتوب چاري پر مخ بوزي.

Copyright Larawbar 2007-2024