خوست: په دومنده ولسوالي کي پروژه پرانيستل شوه

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2012


دعقرب دمياشتې په ٢١نېټه دخوست ولايت اړوند شمل اودومنده ولسوالۍ کې دمرکزي اسيا دپرمختيايي ګروپ CADGپه مالي ملاتړسره داتلس ميليونو ،دري ديرش زره ،نهه سوه پنځوسو افغانيو (١٨٠٣٣٩٥٠)په ارزښت داستنادي ديوالونو يوه پروژه ديولړمراسموپه ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه،په هغه مراسمو چې په همدې موخه جوړ شوي وو دخوست ولايت مقام استازي بريالي روان ترڅنګ په کې دسکتوري خدمتونو رئيس زرکمدادمعلميار،داوبو دتنظيم درياست رئيس انجنيرمحمدنسيم ،داقتصاد رياست مرستيال انجنيرمحمد داود،ديادې ولسوالۍ ولسوال سيداحمدخان وفا،دمرکزي اسيا دپرمختيايي ګروپ نماينده ګانو اودسيمې په سلګونو قومي مشرانو اوځوانانو ګډون کړى وو.

مراسم دپاک قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ په نمايندګۍ ښاغلي جاويدالله خبرې وکړې ،نوموړي په خپلو خبرو کې دټولو هغه پروژو يادونه وکړه چې ددغه ګروپه مالي ملاتړ اودولايتي ادارې په تلاش يې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې پلې کړې اوياترکارلاندې دي ،ده زياتوله چې دمرکزي اسيا دپرمختيايي ګروپ ټولې پروژې ولسي پروژې دي چې ترډبره بريده په کې دبشري ځواک څخه کار اخيستل کيږي ،نوموړي دخوست ولايتي ادارې اوسيمه ييزو ادارو څخه مننه وکړه چې دټولو پروژو په پلي کيدو کې دولسونو غوښتنوته په کتوسره اساسي همکاري کوي.

دولايت مقام نماينده بريالي روان په خپلو خبرو کې دمراسمو برخوالوته دولايتي ادارې دمشرتابه دپيغام دوړاندې کولو ترڅنګ دټولو هغه پلانونو په اړه خبرې وکړې چې ولايتي اداره يې ددغه ولايت دبنسټيزپرمختګ ،بيارغونې ،امنيت اوښې حکومتدارۍ دپراختيا لپاره ترسره کوي ،نوموړي زياتوله چې همدا اوس دولايتي ادارې په زياتوتلاشونو سره دخوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې دګڼ شميراساسي پروژو عملي چارې روانې دي چې له پلان سره سم به دنورو پروژو کارونه هم پيل شي ،بريالي روان په خپلوڅرګندونوکې دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ دمرسته کوونکي بنسټ څخه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې دولسونوپه ګټه اساسي پروژې پلې کوي اودسيمو خلکوته دولسي پروژو په پلان سره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

ښاغلي بريالي روان وويل چې قومي شخړې ،فکري منازعات ،دځينو قرارداديانو غفلت اومنفي تبليغات دخوست ولايت دبنسټيز پرمختګ ،بيارغونې اوامنيت په وړاندې جدي ننګونې بلل کيږي ده له ولسونو غوښتنه وکړه چې په اسلامي اوملي مسووليت سره ددغه ننګونوپه مخنيوي کې دولايتي ادارې او امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي ترڅو تردې زيات په دغه ولايت کې درغنيزو کارونو او ولسونوپه ګټه داساسي کړنولپاره زمينه برابره شي.

دولايت مقام استازي بريالي روان په شمل اودومنده ولسوالۍ کې دبشپړې شوې پروژې په اړه وويل چې د٥٣٠مترو په اوږدوالي داستنادي ديوال په دغه پروژه باندې د١٨ميليونه ،دري ديرش زره ،نهه سوه ،پنځوس افغانۍ لګښت راغلى دى چې ٥٠٠جريبه ځمکه يې داوبو دخطرڅخه ژغورلې ده دنوموړي په خبره په دغه پروژه کې ٤٨٠کارګرانوکارکولو اوپه ٦٠ورځو کې يې کارونه بشپړل شول ،ښاغلي روان وويل چې په دې وروستۍ اونۍ کې دا ٦پروژه ده چې دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ په مالي ملاتړسره يې يا چارې پيل کيږي اوياګټې اخيستنې ته سپارل کيږي.

ددومنده ولسوال سيداحمدخان وفا په خپلو خبرو کې په دومنده ولسوالۍ کې عمومي حالت غوره يادکړ دولايتي ادارې دمشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي څخه يې مننه وکړه چې دنورو ولسواليوترڅنګ ددومنده ولسوالۍ دخلکودستونزو هواري اوبيارغونې کارونوته ځانګړې توجه لري نوموړي وويل چې اوس مهال ددغه ولسوالۍ دولسونوهمکاري له دولت سره نوره هم زياته شوې چې په دې سره به دبيارغونې کارونه نور هم چټک شي.

دسکتوري خدمتونورئيس زرکمداد معلميارپه خپلو خبرو کې وويل چې ولسونو بايد دخپلې سيمه ييزې ادارې سره دامنيت په ټينګښت کې اساسي همکاري وکړي اوپه خپله سيمه کې دټولو پلې شويو پروژو ساتنه وکړي نوموړي وويل که له دولت سره دولس همکاري نوره هم زياته شي ولايتي اداره به په دغه سيمو کې نورې اساسي پروژې هم پلان اوپلې کړي.

داوبو دتنظيم رئيس انجنيرمحمدنسيم په خپلوخبرو کې دمرکزي اسيادپرمختيايي ګروپ ټولې پروژې داوبو دتنظيم لپاره ګټورې يادې کړې ده وويل چې دکرنيزپرمختګ اواوبو دتنظيم لپاره يې دولايتي ادارې دمشرتابه په لارښوونه سره تلاشونه نورهم زيات کړي دي.

قومي مشر ښاغلي زيکم خان په خپلو خبرو کې دولايتي ادارې دټولو هغه تلاشونو ستاينه وکړه چې دخوست دپرمختګ لپاره يې ترسره کوي ده وويل چې ولايتي اداره په دې توانيدلې چې ددغه ولايت ترهرې ولسوالۍ پورې رسيدګي وکړي نوموړي دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه په خپلو سيمو کې دزياتو بنسټيزو پروژو دپلي کيدو غوښتنه وکړه ،دمراسمو په پاى کې دخوست ولايت مقام استازي بريالي روان ،دسيمې دولسوال سيداحمدخان وفا او ورسره مسوولينولخوا تکميل شوې پروژه دپټۍ په پريکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل مراسم دهېواددپرمختګ اوترقۍ لپاره په دعاسره پاى ته ورسيدل.

Copyright Larawbar 2007-2024