د کورنيو چارو وزير او دملي امنيت ريس استحضا کيږي
د مشرانو جرګې نن پريکړه وکړه چي د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت ريس د پوښتنو ګروېږنو لپاره مشرانو جرګې ته ور وغواړي .
مشرانو جرګه غواړي چي د کورنيو چارو وزير او ملي امنيت له ريس څخه په هرات کي د مجاهدينو د شورا په نامه د يوې ډلي د جوړېدلو او نامعلومه شمېر کسانو ته د وسلو وېشلو د موضوع په اړه معلومات ترلاسه کړي .
ويل کيږي چي په هرات کي د اسمعيل خان لخوا د مجاهدينو شورا جوړه سوې او د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان لخوا په لوړ تعداد وسلې ويشل سويدي، د وسلو د وېش په اړه ويل کيږي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د هرات ددفاع لپاره کار ترې اخستل کيږي خو اسمعيل خان په هرات کي د وسلو وېشلو خبره ردکړېده .
په ولسي جرګه کي هم په هرات کي د اسمعيل خان لخوا د وسلو وېشلو مسئله ډېره جدي نيول سوې ده او د نوموړي د استحضا په اړه فکر کيږي .