هرات: يوه کس خپل اووه ورځنی زوی او ښځه ووژل

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2012


د هرات په ادرسکن ولسوالي کي کي يوه سړي خپله ښځه او اووه ورځنی ماشوم وژلي دي او پخپله تښتېدلئ دی . پوليسو د پېښي تاييد کړئ دی او وايي چي د تېرو درو ورځو راهيسي د قاتل په لټه کي دي .
د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه کس دوې ښځي لرلې ، د خپلي مشري مېرمني سره تر لفظي شخړي وروسته خپله ميرمن حنيفه او هغه ماشوم چي اووه ورځي زېږېدلی و وژلي دي .
دا لومړئ ځل نه دی چي له هراته د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي او هغوی د وژلو خبر ترلاسه کيږي ، څو اوونۍ مخکي هم په دغه ولايت کي يوې خواښي خپله مږور له دې امله سرغوڅ کړې وه چي مږور يې د خواښي لخوا د بدلمنۍ وړانديز رد کړئ و .

بله خوا نن د بلخ ولايت څخه په يوه خبر کي ويل سويدي چي پر يوې پنځه کلني ماشومي نجلۍ د خپل ګاونډي لخوا جنسي تېرئ سوئ دی ، دغه پېښه هم درې ورځي مخکي رامنځته سوې ده ، د هرات امنيې قومندانۍ د جنايي پېښو د مخنيوي اداره وايي چي مجرم کس يې نيولئ دی او ماشومه تر درملني لاندي ده ، دوی وايي د پېښي په اړه څېړني کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024