د ميوند سرکاري کارېز افغاني ادارې ته وسپارل سو
د کندهار ولايت په ميوند ولسوالي کي سرکاري کارېز چي ورڅخه کلونه کلونه د بهرنيو ځواکونو د لويي نظامي اډې په توګه استفاده کېده نن په رسمي توګه سره افغان لوري ته وسپارل سو.
په همدې ارتباط نن د کندهار والي د کار په دفتر کي غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د ولايتي بيارغوني ټيم او د امريکا سفارت استازو او د کندهار د کرهڼي رئيس برخه اخستې وه.
د نني مجلس په لړ کي د کندهار په PRT کي د املاکو د بخش مسؤل او د کندهار د کرهڼي د رئيس ترمنځ هغه تفاهم نامه لاسليک سوه چي پر اساس يې دغه پوځي اډه په رسمي توګه افغاني ادارې ته وسپارله سوه.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د تفاهم ليک تر لاسليک وروسته وويل چي نړيوال ځواکونه او د امريکا د متحدو ايالاتو ترڅنګ د نورو بهرنيو هيوادونو ملکي ادارې دي په کندهار کي د امنيت او ثبات ترڅنګ د ملکي برخي پياوړتيا ته هم خپله توجه واړوي.
نوموړي زياته کړه چي د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ قوې کېدنه، د مختلفو ولسواليو بزګرانو ته کرهڼيزه روزنه او همداراز د کرهڼيز پوهاوي په برخه کي د ورکشاپونو جوړول هغه ټکي دي چي ولايتي اداره يې د زراعت سکتور د ودي لپاره د اولويتونو په توګه پېژني.
ښاغلي ويسا د امريکا سفارت د زراعت د بخش مامور ته وويل چي په ولسواليو کي د زراعتي پروژو د پلي کېدو پر وخت دي له سيمه ييزي ادارې او په خاصه توګه له ولسوال صاحبانو سره مشورې وسي ترڅو د خلکو اړتياوي ورته په سمه توګه ورسيږي.
د بهرنيو ځواکونو استازو په خپلو خبرو کي وويل چي دوى ژمن دي څو خپلو مرستو او همکاريو ته نور هم دوام ورکړي او که چيري اړتيا وه په همدې اډه کي چي سر له ننه افغاني ادارې ته سپارل سوې نور سيار اطاقونه هم جوړ کړي.
په دغه اډه کي د اوس لپاره د اوبو برمې او ځيني نور داسي تاسيسات سته چي د اوږدمهال لپاره به ورڅخه افغاني اداره ګټه واخلي او د پوهني، روغتيا، کرهڼي او نورو سکتورونو په برخه کي به ورڅخه ګټه واخستله سي.
په نني مجلس کي د کرهڼي وزارت لخوا پر نوې ډيزاين سوې پروژه اګرېډ باندي هم په مفصله توګه له هغه پلاوي سره چي د پلازميني کابل څخه راغلى خبري وسوې.
د پلاوي غړو وويل چي ددې پروژې تر پيل وړاندي به درې ورځنى ورکشاپ دايريږي ترڅو د ولسواليو د بزګرانو اړتياوي تشخيص سي او ترڅنګ يې د کدرونو د روزني په برخه کي هم معلومات حاصل سي، چي بيا به په مختلفو کټګوريو کي د هيواد دننه او دباندي کدرونه وروزل سي.
کندهار والي دغه پلاوي ته وويل چي پروژې بايد د خلکو د اړتياو او د ولايت د پنځه کلن پرمختيايي پلان سره سمي پلي سي ترڅو ګټه يې اړو کسانو ته په اړينو برخو کي ورسيږي.
د سرکاري کارېز او د کرهڼي د سکتور د پياوړتيا په برخه کي په ننۍ جوړه سوې جلسه کي د دهلې بند د ارتفاع په اړه هم له امريکايي مرستندويانو سره خبري وسوې او پر جوړ سوې پلان يې نظرونه تبادله سوله.
ددغه پروژې دوهمه برخه به د راتلونکي عيسوي کال په اوايلو کي پيل سي.