کندهار: د ښاروالۍ ماليه دي په ګمرک کي اخستل کيږي

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2012


دا څرګندوني نن په هغه غونډه کښي کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) وکړې چي دکندهار د ملي سوداګرو په ګډون په ولايت مقام کي جوړه سوې وه .
دکندهار د بېلابېلو سوداګريزو توکو ملي سوداګرو چي مشري يې د افغانستان د اقتصادي بورډ غړي او دکندهار د درملو داتحاديې رئيس حاجي اغا کول د يکشنبې په ورځ د يوې پراخي غونډي په ترڅ کي د کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) سره په داسي حال کي وکتل چي د محمود کرزي ترڅنګ د ځينو سکټوري ادارو استازو او لسګونو ملي سوداګرو هم پکښي ګډون کړى وو .
ملي سوداګرو د نوموړي غونډي پرمحال دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) سره د ځينو هغه ستونزو په باب بحث او خبري وکړې چي له امله يې د دوى سوداګريزي چاري له ستونزو سره مخ کړي .
ملي سوداګرو د ښاروالۍ له لوري د لويو لارو پر سر د ماليې اخيستل ، په صنعتي پارک کي پانګه والو ته د ځمکي د قبالې نه ورکول او دکافي بريښنا نه شتون د دوى په وړاندي لويي ستونزوي وبللې او په دې برخه کي يې دکندهار والي څخه د پاملرني او همکارۍ هيله وکړه .
ددوى په خبره چي د سوداګريزو مالونو پر سر د ښار والۍ له لوري د (٠٢٥،٠) فيصده ماليې اخيستل د وزيرانو د شورا او د رئيس جمهور د فرمان پر اساس بايد چي په ګمرکونو کښي واخيستل سي خو په خبره يې چي په کندهار کي تر اوسه ياد حکم نه دى عملي سوى .
د دوى په خبره چي په صنعتي پارک کي هم دوى ته د فابريکو له لپاره ځمکي ور کول سوي خو دښاروالۍ له لوري قبالې (قانوني ) اسناد نه دي ورکول سوي دوى دغه راز زياته کړه چي په کندهار کي زيات کورني او بهرني سوداګر غواړي پانګه ونه وکړي خو د بريښنا د نه شتون له امله دې ته زړه نه ښه کوي تر څو په کندهار کي فابريکې فعاله او پانکه اچونه وکړي د دوى په خبره که په دې ولايت کي په پوره اندازه برېښنا برابره سي نو ليري نه ده چي کندهار ولايت دي د هيواد دنورو ولايتونو په څير په يوه صنعتي ولايت سره بدل سي .
دوي همداراز د ځينو نورو ستونزو يادونه هم وکړه او د حل په برخه کي يې دکندهار والي څخه د مرستي هيله وکړه .
دغه راز کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) هم د ملي سوداګرو يادي ستونزي پر ځاى وبللې او د حل په برخه کي يې د مرستي ډاډ ورکړ هغه په ياده غونډه کي سمدستي دکندهار ښار والي او ګمرک رياست مسئولينو ته لار ښوونه وکړه تر څو د ښاروالۍ ټکس يا ماليه اخيستل ګمرک ته انتقال کړي او د لويو لارو پرسر دي نور د ماليې اخيستل بند سي .
ښاغلي ويسا همدا راز د صنعتي پارک د ور کړل سويو ځمکو د قبالو د ويش په اړه هم دکندهار ښار والي استازي ته جدي لارښوونه وکړه تر څو د نوموړو سوداګرو ياده ستونزه حل او ژر تر ژره قبالې ورته ورکړي .
کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) همدا راز د برېښنا ستونزه د هيواد په سطحه يوه عمومي ستونزه وبلل او زياته يې کړه چي دوى کوښښ کوي تر څو دکندهار ښار لپاره کاپي برېښنا برابره کړي خو په وينايې چي اوسنى د برېښنا دکمښت ستونزه دکجکي د يوه توربين د خرابيدو له امله رامنځته سوې چي اوس محال پرې کار روان دى او ډير ژر به ياده ستونزه حل او صنعتي پارک به دتير په څير خپله عادي بريښنا ولري .
دغه راز کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) د نوموړو سوداګرو څخه د خپلو هيوادوالو د اړتياو او ضرورتونو د رفع کولو له امله هم مننه وکړه او هيله يې ترې وکړه څو د نساجۍ فابريکې په بيرته فعالولو دکندهار د مرکزي (حضرت عمر بن خطاب) جامع جماعت په جوړولو کښي مرسته او همدا راز سوداګريزي راکړي ورکړي په افغانيو باندي وکړي تر څو هم يې د بهرنيو پيسو داستعمال مخه نيولې او هم يې افغانيو پيسو ته ارزښت ورکړى وي.
چي د غونډي په وروستيو کي ټولو ملي سوداګرو کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي (ويسا) ته د همکارۍ او مرستي ډاډ ور کړ او زياته يې کړه چي د خپل دولت سره به د هر راز مرستي او غوښتني څخه ځان دريغ نه کړي او د دولتي چارواکو تر هدايت لاندي به خپلي سوداګريزي چاري پر مخ وړي .

Copyright Larawbar 2007-2024