کندهار:دمرکزي پوسته خانې نوې ودانۍ پرانستل سوه
د کندهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست په انګړ کي د مرکزي پوسته خانې لپاره نوې ودانۍ نن د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا لخوا پرانستل سوه.
دغه ودانۍ په يوه پوړ کي د پنځو خونو په درلودلو سره جوړه سوې، پرې ٢،٥ ميليونه افغانۍ مصرف راغلى چي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پرمختيايي بودجې څخه ورکول سوي دي.
د کندهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس شاه محمد ددې ودانۍ تر پرانستني وروسته له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي دوى تر دې وړاندي له هغې وړې ودانۍ چي کلونه مخکې جوړه سوې وه استفاده کول او له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان ول.
نوموړي زياته کړه چي نوې ودانۍ د پوستي خدماتو د سستم او معيارونو په پام کي نيولو سره جوړه سوې چي ددوى د کارونو د کيفيت په معياري کولو کي به ډېر رول ولري.
هغه له خپل وزارته مننه وکړه چي په دې برخه کي يې ددوى پيشنهاد منلى او د خلکو توقعاتو ته د مثبت ځواب ويلو په هيله يې ورته دغه ودانۍ جوړه کړې.
ښاغلي شاه محمد همداراز وويل دوى پلان لري چي د پوسته خانې مربوط صندوقونه د ښار په بيلا بيلو سيمو کي هم نصب کړي څو خلک وکولاى سي له خپلو خپلو موقعيتونو څخه ليکونه وليږي او له نورو پوستي خدماتو برخمن سي.
په کندهار کي د لراوبر ويبپاڼي همکار وايي د کندهار والي او مخابراتو رياست مسولينو په خپلو خبرو کي په ښار کي د کوڅو او سړکونو د نومونو د ثبت او کورونو او دکانونو د نمرو او پوستي شمېرو په اړه څه ونه ويل .
که څه هم د کندهار ولايت د مخابراتو وزارت بېله د تنظيمي جګړو د مهاله په ټولو دولتونو کي فعاليت درلود خو د اوسني حکومت په ګډون هيڅکله داسي عملي ګام ندئ پورته سوئ چي له مخي يې د پوست رسولو، روغتيايي خدمتونو او يا دقيقي شمېرني د اسانتيا په برخه کي پوستي شمېري ( پوسټ کوډ ) يا د ادرسونه تثبيت اوسي.
څنګه چي د مخابراتو رياست ودانۍ پخپله هم پرله پسې شمېره او دغه سيمه پوسټ کوډ نلري نو پر پوستي پاکټ يې پته پدې ډول ليکله کيږي :
د مخابراتو رياست
د عيدګاه جادې په نيمايي کي
د ناحيه اول د کوچنۍ کوڅې مخامخ ، سپينه څو پوړيزه ودانۍ
کندهار افغانستان
دغسي د افغانستان په نورو سيمو کي هم تر د لوړي کچي حکومتي ادارو پوري پوستي ادرسونه نلري ، ددې او هغه حمام څنګته ، ددې او هغه چرګوړو کوڅې مخته ، ددې او هغه قومندان د بنګلې تر څنګ ددې يا هغه سړي دکان ، دفتر ، مديريت يا رياست .