افغان عسکر یو خارجی عسکر وواژه
اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن یو افغان عسکر پر بهرنیو پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې یو خارجی عسکر وواژه . خو محلی چارواکو ورته وویل چی پیښه د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کی هغه مهال رامنځته سوه چی د داخلی او خارجی عسکر تر منځ توندی او شدید الحنه خبری وسوې .
اسوشیټیډ پریس زیاتوی چی سږ کال داخلی عسکرو یا پولیسو پر بهرنیو پوځیانو ۴۵ ګوزارونه کړي چی ۶۰ بهرنیان یې وژلی دي .
بلخوا ، ناټو اعلان وکړ چی پرون د هیواد په جنوب کی ماین چاودنې یو بهرنی پوځي وواژه خو نور تفصیل یې ورنکړ .