دډاروین Darwin تدریجي تکامل نظریه
سریزه :
په 1859 زکال کې دیوه انګریز ساینس پوه چارلس ډاروین Charles Darwin له خوا دتدریجي تکامل نظریه په یوه کتاب کې (دانواعوپیدایښت) ترعنوان لاندې خپره شوه . دډاروین نظریه دهغوپیداشوو فوسیل موادوپراساس تکیه کوي چې دجیالوژیکي وخت په اوږدوکې ترلاسه شوي دي .
دنوموړې نظريي په واسطه دتکامل بهیر ښوول شوی اوتوضیح شوی دی .په دې اوړندپه اورګانیزمو، نباتاتو او حیواناتوکې مقایسوي څیړنې ترسره شوې دي چې نه یوازې موجوده ژوندي موجودات بلکې دهغوی بقایا هم دځمکې دتیرې شووپړاوونوپه درشل کې په پام کې نیول شوې دي . ددې نظریی پراساس دحیواناتوترمنځ دخپلوی طبیعي اندازه اوهمدارنګه دحیواناتواونباتاتود مختلفوانواعو شریکه منشأ اودشریکواجدادوپه اړوند مطالعه شوې ده . دڅیړنوپایلې ښيي چې هرڅومره پخواتیرشوي وخت ته نظرواچووپه همغه اندازه ژوندي موجودات داوس مهال په پرتله ساده تروو. ځمکه څلورنیم بیلونه کاله عمرلري . درې نیم بیلونه کاله پخوادځمکې پرسر ژوندون دیوې حجري باکټریا(Prokaryots) په واسطه پيل شواو دجیالوژیکي وخت په تیریدوسره دهمدې ساده اورګانیزم څخه دنن ورځي عصري انسان هوموسیپینز Homo sapiens پورې تکامل وکړ.
دډاروین تدریجي تکامل نظریه دبیالوژيکي تکامل نظریې په توګه په لاندې ډول بیان کیږي .
۱- دډاروین نظریه په ډاګه کوي چې دیوه نسل څخه وبل نسل ته دژوندیوموجوداتودارثي علامو (attribute ) بدلون ، پیدایښت او تدریجي وده ، د یوه آر ډوله ژوند څخه انکشاف کړی دی . په بله وینا انسان اوهمد ارنګه د ژونديو موجوداتو ټول انواع یوه شریکه شجره لري او دیوه شریک غورنیکه Ancestor څخه يې سرچینه نیولې ده . په دې اساس انسان اوشادي یوشریک غورنیکه لري . تازه تجربوپه ډاګه کړه چې دانسان اوشادي کروموزومونه په سل کې نهه نوي ۹۹٪ سره یوشان دي . دنوموړې تیوری په اساس مرغان ، ماهیان اوګلا ن دیوبل سره دخپلوی اړیکې لري. بلخوداپي جنيتیک epigenetics په څانګه کې اوسنۍ څیړنې په ډاګه کوي چې بهرنۍ اغیزي هم کیدای شی چې داورګانیزم په جین کې تغیرمنځ ته راولي . دبیلګې په توګه هغه کسان چې دنړیوال دویم جنګ په موده کې دوی ته پوره خوراکي موادنه وورسیدلي ددغوکسانودجین په فعالیت کې تغیر راغلی وو. داځکه چې دنوروکنترول کسانوپه پرتله دهراړخیزو ناروغیوسره مخامخ دي . همدارنګه که یوفردډیرالکهول وڅښي ،ډیرسګرت وڅکوي ،ډیره لوږه ورباندې تیره شي اویايي په پوځي جګړه کې برخه اخیستي وي نویادشوې پيښې داسې پایلې لري چې نه یوازې دهمدي فردروغتیاته تاوان رسیږي بلکې داولادونواوراتلونکي نسل دځینوجین Gene فعالیت زیاتوي اویایې کموي .
۲- دجیالوژیکي وخت په تیریدلوسره ټول انواع په تدریجي توګه تغیرکوي . دتکامل په کړنلاره کې دیوه اورګانیزم دتکثرپه ترځ کې جنتیک مالومات چې دډي این اې نوکلیوتید باز په سلسه کې خوندي دی ، بیرته نوی مخلوط کیږي،کاپې کیږي او په ناڅاپي توګه د موتیشن Mutationپه واسطه نوی نوع منځ ته راځي . په پایله کې دنوی نوع جنس دخپل اصلي نوع جنس څخه توپيرلري اودډلبندي له مخي دیوبل څخه بیلیږي .
نوع :- (په بیالوژي کې نوع داورګانیزم یوه ګروپ ته ویل کیږي چې یوشان ډي این ای DNA اوپه خپل منځ کې د القاح وړتیاولري ) .
په بله ژبه دتکامل په درشل کې دیوه اورګانیزم په ظاهري څیره فینوټايپ phenotype اوهم جنتیک جوړښت genotype کې بدلون راځي . په پایله کې نوي بیالوژیکي اورګانیزم ،پروتین ،مالیکولونه ،ډي این اېDNA اوانواع منځ ته راځي . دبیلګې په توګه هغه جین gens چې داوښتانو ټاکلی رنګ ټاکي ، دجینوټایپ صفات دي خوداوښتانو رنګ چې موږيي په سترګووینوداورګانیزم ظاهري فزیکي خواص (فینوټايپ) په ګوته کوي .
۳- دیوه نسل ټول انواع سره یوشان نه دي بلکې هریوفرد دبل فردڅخه لږ څه توپيرلري . داځکه چې دهغوی ارثي صفات سره یوشان نه وي . .بلخواهغه نوع ژوندی نه پاتې کیږي چې ترټولو غښتلی یاذکي وي بلکې یوازي هغه نوع ژوندي پاتې کیږي چې هغوی یوخوا د ارثي صفاتودبدلون اوبلخوادبهرنیواغیزوسره دغبرګون پراساس مناسب خواص ترلاسه کړي وي اوله دې کبله دزیست چاپيریال سره ترټولوښه تطبق کولای شي . خوهغه نوع اورګانیزم چې دزیست چاپېریال دهراړخیزوشرایطوسره تطابق نه شي کولای دجیالوجي وخت په تیریدوسره دمنځه ځي .
نن ورځ نوموړې تیوري دلرغونې زمانې دحيواناتو او نبا تاتو پاتې شونې (فوسیل fossils ) موادوپه واسطه ثبوت شوې ده . دبیلګې په توګه په ځینواورګانیزمولکه باکټریاوو په ارثي موادوکې ګړندي تغیرات داسې پایلې لري چې راتلونکي نسلونه يي دانتي بیوتیک دواګانو پروړاندي دزیست توانایی اوهم مقاومت پیداکوي ،او له دې کبله هغوي ژوندی پاتې کیږي . لرغوني فوسیل موادپه ډاګه کوي چې په تیروخت کې داورګانیزمو ډیرانواع دمنځه تللي دی خو بیاځیني يي چې دزیست توانایی يي ترلاسه کړي وه ژوندي پاتې دي . دبیلګې په توګه لاندې اغیزمن فکټورونه کیدی شي چې یونوع دمنځه یوسي چې دزیست چاپیریال سره د تطبق و ړتیاوه نه لري .
۱- داقلیم خوراډیرسوړوالی چې ټول سمندرونه یخ شي اویاډیرتودوالی چې ټول نباتات دمنځه یوسي اوداکړنلاره په هرولسو زروکالونوکې تکرارکیږی.
۲- تازه ناروغۍ لکه پیست ،نوي ښکاري حیوانات ،وایرسونه، دخوراکې زیرمواواوبو په تړاونوي رقیبان هغه ننګونې دي چې دیوکمزوري ارثي علامې لرونکي نوع دمنځه تللولامل ګرځي . همدالړۍ اوس هم دوام لري . دتکامل تیوري ثبوت دفوسیل موادوپراساس ترلاسه شوی دی . دبیلګې په توګه آس دسپي څخه تکامل کړی دی . داځکه چې شپیته ملیونه کاله پخوا دسپي په جین کې پرلپسې دوخت په تیریدلوسره داسې تدریجي تغیرا ت راغله چې یوملیون کاله وروسته په آس واوښت .
ډاروین دیوې علمي نظریې وړاندیزوکړچې ګڼه د اورګانیزمود انواعو (species ) هر اړخیز انشعاب اوتدریجي وده دطبیعي انتخاب کړنلارې په بنسټ ترسره شوې ده.. په دې ترځ کې طبیعي انتخاب یوازی دپرلپسې بدلون څخه په ګټه اخیستلوسره اوپه تدریجې توګه منځ ته راځي. بلخوا نوموړې نظریه دژوندیوموجوداتود قبیلې اونوع دتکامل لاملونه هم په ګوته کوي .
طبعي انتخاب :- یوه پروسه ده چې په یوه نوع جمیعت Population کې ارٍثي بيلوونكى نښې traits کمښت اویا ډیرښت ومومي . پایله یې داده چې ددغه ډول بیلوونکو نښوبدلون دجمیعت دژوندي پاتې کیدنې اویابیرته زیږونې په کړنلاره باندې بنسټیزاغیزې لري. . ارثي بیلوونکې نښې لکه په سپیوکې دپښواوږدوالی ،په ګلانوکې سور،سپین اوګلابي رنګ ، دانزایمونوپه دنده کې بدلون، دډي این اې DNA په سلسله کې بدلون mutation ، اوداسې نوروته دارثي نښو بدلون ویل کیږي .
(جمیعت ټول هغه اورګانیزموته ویل کیږي چې په همغه یوه نوع افرادوپورې اړه ولري اوپه همغه یوشان جغرافیايي چاپيریال کې ژوندکوي .)
دیوه اورګانیزم په جمیعت کې دجین په الیل allele کې بدلون کیدای شي چې ددې لامل وګرځی چې ځینې افراد په برهال چاپېریال کې ژوندي پاتې شي اودنوروافرادوپه پرتله په بریالیتوب سره بیرته زیږونه وکړي .
د ژوندیوموجوداتود یوه جمیعت په منځ کې طبیعي ارثي بدلون (لکه دډي این اې DNA موتیشن ) ددې لامل کیدای شی چې دهغوی په اوسني بیالوژیکي چاپېریال کې ځینې افراد دیوې خوا ژوندي پاتې شی اوبلخوادنوروموجوداتوپه پرتله په ډیربریالیتوب سره بیرته زیږونه ترسره کړي . دامینواسیدپه سلسله کې بدلون ددې لامل ګرځی چې داینزام دنده اوشکل باندې اغیزه وکړي .
دطبیعي انتخاب بیلګې :
۱- په اتلسمه پیړۍ کې په انګلستان کې توررنګه اوهم سپین رنګه پتنګانو شتون درلود. خوکله چې صنعت پرمختګ وکړاود چاپېریال هواککړه شوه نو ډیرو، ونو(درخت) خپل ځانته توررنګ واخیست. کله به چې په توررنګه ونوباندې توررنګه پتنګان داستراحت په موخه کشیناسل، نوبه د ښکارکوونکو مرغانوله خوانه لیدل کیدل اوله دې کبله به هغوی ددښمن څخه په امن کې پاتې شوه . پایله یې داشوه چې څونسلونه وروسته تورپتنګانو دسپینوپتنګانوپه پرتله ډیرښت وموند،اوسپین پتنګان مخ په کمیدووه،
۲- دبیلګې په توګه هغه نوع پتنګ چې په انګلستان کې ژوندکوي په کال کې یې یونسل منځ ته راځي او په مقابل کې یې په شمالي امریکاکې په یوه کال کې دوه نسلونه منځ ته راځي .
۳- دسویو( خرګوش) هغه نوع چې دنوروسویوپه پرتله چټکه منډې وهي، ددښمن څخه د ځان ژغورلوډیرچانس لري اوژوندی پاتې کیدلای شي اوهم دبیرته زیږونې کړنلاره پرمخ بیولای شي نسبت وهغوسویوته چې دنوموړوګټوروخواصوڅخه بې برخې دي .
۴- دالجي Algae هغه نوع چې دلمرانرژي په اغیزمن ډول ځانته رانیسي په چټکی سره وده اوبیرته زیږونه کولای شي نسبت وهغوالجوته چې دنوموړوخواصووړتیاوه نه لری . په پایله کې همداارثي ګټورې علامې دسویګانو اوالجیو، راتلونکواولادونواو نسلونوته انتقال کیږي . پورتنیوبیلګوته طبیعي انتخاب ویل کیږي . په دې ځای کې فینوتايپ دیوه اورګانیزم انکشاف ، مورفولوژي ،بیوکیمیاوي خواص ، روش ، اودکړو وړتولید ته ویل کیږي . نوموړي فینوتايپ خواص یاداچې دیوه اورګانیزم په جین کې دبدلون له کبله اویاداچې دچاپېریال فکټورونو داغیزې له کبله اویاداچې دنوموړودواړوخپل منځي غبرګون له کبله منځ ته راځي . دفینوتایپ هغه خواص لکه دپوستکي په رنګ کې بدلون چې په جنتیک ډول دیوه نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي کیدای شي چې په یوه جمیعت کې په تدریجي توګه ډیرمنځ ته راشي اوګټه ترې واخلي. همدغه بیرته زیږوونکی ګټورظاهري خواص لکه تیزه سویه ، اغیزناکې الجې، دوالدینوڅخه اولادونه ته په ارثي توګه انتقال کیږي .
په پایله کې دیوه اورګانیزم دراتلونکو نسلونوشمیرمخ پرزیاتیدووي اودژوندی پاتې کیدلو یانې تنازع البقا منځ ته راځي . بلخوادنسلونوترمنځ دځای ،خوراک اوتکثرپه اړوندجګړه منځ ته راځي . دعین نوع ژوندي موجود څخه هم دارثي خواصواودتوافق توپيرلونکې اندازه په نورونسلونوکې داسې افراد پیداکیږی چې دهغوی څخه ځینې یې دژوندانه په ښه تره شرطونوکې اوبیاځینې یې لږتوافق کولای شی . دژوندانه په دې جګړه کې هغه وګړي بریاليتوب ترلاسه کوي چې دهمدغوشرایطوسره یې ترټولوښه توافق حاصل کړی وي .
دیادولووړده چې دډاروین تیوري تر نن ورځی پورې دعیسوي اونورو مذهبونو سره په ټكر کې ده .دا ځکه چې دمذهبي تفکرسره مخالف نظرښکاره کوي . دبیلګې په توګه دډاروین تیورې په ډاګه کوي چې انسان،حیوان اونبات دخدای په واسطه نه دي خلق شوي بلکې دتکامل په نتیجه کې دیوه آرډوله ژوندڅخه منځ ته راغلي دي . برسیره پردې ډاروین دافکرچې ګڼه دنباتاتو اوحیواناتوانواع دتل لپاره تغیرنه کوي په کلکه وغندله . خودعیسویانوپه مذهبی کتاب بایبل کې راغلي دي چې خدای ج ،سړی اوښځّه دخپل ځان په بڼّه ، اسمان ، ځمکه ، اوټول ژوندي اورګانیزم خلق کړل .
ډاروین ته دخپل سفر په موده کې دامالومه شوه چې که څه هم د ګالاپاګوس Galápagos Islands په توپيرلرونکوجذیروکې مرغان دنوع له پلوه دیوبل سره بیخي یوشان دي، خودهرې جذیرې مرغان توپیرلرونکی غټوالی ،مښوکه ، اودپښوپنجې لري . دبیلګې په توګه دځایزخوراکي موادوشتون سره مطابق دهغوی مښوکې توپيردرلود.
کارپوهان په دې انددي چې پینځه نیم سوه ملیونه کاله پخواPhanerozoic په نړي کې دحیواناتو اونباتاتو دنوعونوشمیرد یوملیاردڅخه هم ډیروو . دنوموړواورګانیزمو څخه یې یوپه سل کې په ډبرواوښتي دی یانې فوسيل Fossils شوي دي . دبیالوژي علم په ژبه، ژوندي اورګانیزم اوفوسیل اورګانیزم په لاندې توګه ډلبندي شوي دي .
دتکامل بهیرکیدی شي چې داورګانیزموپه ګټه اویانقص تمام شي .
۱- دبیلګې په توګه البتوتروس Albatrosse یومرغه دی چې یوویشت انواع يې پيژندل شوي دي . نوموړی مرغه په هواکې آلوزي اوژوندپه هوااویاداوبوپه سرتیروي . خوځینې انواع يې دومره غټ دي چې لس کیلوګرام وزن لري اودرې نیم متره پلن وزرونه لري . دهغوی لپاره دتکامل دوره منفي اړخ لري . داځکه چې دهګی دتودولوپه موخه مجبوردی چې دځمکي پرمخ پریوزي . دځمکي کیناستلوپه ترځ کې دهغه وزن دومره درونددی چې اکثراء يي پښې ماتې کیږي اوپه پایله کې دنوروحیواناتوښکارګرځي .
۲- کله چې یوفیل پنځوس کاله عمرته ورسیږي نودهغه غاښونه دومره پڅ اوخراب شي چې واښه اوخوراکي شیان نه شي میده کولای . که څه هم نورغړي يي پوره جوړوي خودنه خوراک له کبله پخپله مړکیږي . داهم دتکامل بله منفي بیلګه ده .
۱- شکل : دبیالوژي علم له مخي داورګانیزموترمنځ دخپلوۍ ډلبندي سیستم .
اخځليک:
۱- http://de.wikipedia.org/wiki/
۲- http://darwin-online.org.uk/
۳- http://www.wdr.de/tv/quarks/
۴- http://www.bbc.co.uk/darwin/
۵-http://www.youtube.com/
۶-http://www.bbc.co.uk/
په درنښت
لیکوال : نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
نیټه : دنومبرمیاشتي یوولسم ۲۰۱۲ زکال
ځای : دجرمني هیواد