آيا د کندهار والي رښتيا د فساد اساسي مهره ده؟

د لراوبر اداره | اپریل 22nd, 2008


په دې وروستيو کي د کاڼادا د بهرنيو چارو وزير ماکسيم برنير کندهار ته د يوه سفر په ترڅ کي د دغه ولايت والي اسدالله خالد د فساد اصلي ريښه وبلله او د هغه پر ځاى يې پر دغه مقام باندي د يوه وړ کس ټاکنه اړينه وبلله، د کاناډا صدر اعظم سټيفن هارپر هم په ډيپلوماتيک انداز دې ته ورته خبري وکړې او ويې ويل چي دوى افغان دولت ته د ځينو چارواکو په باب خپلي اندېښنې ښوولي او دا خبري به نور هم دوام پيدا کوي، چي يوه همدا د اسدالله خالد له خوا د مرستو د سم رسولو ستونزه ده.


که څه هم چي وروسته د کاناډا باندني وزير خپله خبره بيرته واخيسته، خو هغه پيغام چي دوى اړين باله هغه يې تر نړۍ پوري ورساوه، دا يوازي دغه وزير نه دى او نه هم د کاناډا لومړى وزير چي له دغسي يوه روښانه واقعيت څخه پرده پورته کوي، بلکي له هغه مهاله چي ښاغلى خالد په کندهار کي د والي په توگه ټاکل شوى دى، که وکتل شي ورسره په هر اړخ کي نا آراميو، گډوډيو او بېساري فساد ژوري ريښې ځغلولي دي، دا هر څه هره ورځ بې ژبي او بې وسه ولس پخپلو سترگو ويني، خو يا ږغ نشي پورته کولاى او يا که ږغ پورته کړي، نه افغان دولت او نه يې هم دنيا په خوله تريخ پياز ميده وي، که نې تېر کال په تل افغان ويبپاڼه کي د اسدالله خان په باب ځيني داسي حقايق خپاره شول چي انساني ضمير ته يې تکان ورکاوه،  خو هيچا هم د وجدان غوږ ورته ونه نياوه، اوس ښه خبره دا ده چي د افغانستان په مسئله کي د يوه ډېر مهم ښکېل هيواد (کاناډا) له خوا دا ږغ پورته شو، که  څه هم ځينو دولتي کړيو او دولت ته مجبوره په اصطلاح روڼاندو دا د افغانسستان په چارو کي د کاڼاډا مداخله وبلله، خو پر دې استدلال سړي ته خندا ورشي چي اخير د افغانستان کومه چاره د افغان دولت په واک  کي ده؟ په همدې کندهار کي، همدا والي او دا ولس همدا اوس-اوس د همدغو کاناډايي وسلو او عسکرو په سيوري کي د ژوند په چانس راضي نه دى؟ څنگه کېداى شي چي کاڼاډايي عسکر دي د خپل سر، وينو، پيسو او وسلو په قيمت تر خپل وزر لاندي ساتي او بيا ته پخپلو چارو کي د لاسوهني اجازه نه ورکوې، په داسي حال کي چي هغوى ستا پر نفسک باندي قابض دي، باالاخره د هغو لپاره دا کله د منلو وړ کيداى شي چي:



توري په کاناډا وهي، مړۍ به اسدالله وهي




څو ورځي وړاندي په بخارست غونډه کي پر دې ټکي هم ټينگار وشو، چي د افغانستان روان بهير بايد افغانيزه شي، د دې خبري روښانه پيغام دا دى چي تر اوسه افغان دولت لا خپل هويت نه دى تثبيت کړى، د غونډي د برخوالو لپاره دا ښه زيرى و چي کرزي د کابل د امنيت ساتلو لپاره افغان پوځ وړ وباله لا تر اوسه کوم ضمانت نشته چي آيا دوى به داسي وکړاى شي يا به دنيا مخ ورکړي که څنگه؟


په بېنوا ويپبپاڼه کي مي يو د خندا وړ خبر دا هم ولوست چي په کندهار کي قومي مشرانو د اسدالله خالد په پلوي د کاڼاډايي وزير د څرگندونو په وړاندي غونډه وکړه، دا هم روښانه ده چي همدغو قومي مشرانو د خپلو بېوسو، له لوهي او درک څخه محرومو قومونو پر سرونو، او ناموسونو تل د خپلو گټو لپاره سودابازۍ کړي دي، کنه نو د اسدالله خان په وجود کي د کندهار د عزت، ناموس، بيا رغوني، پرمختگ امن او خوشاله ژوند لپاره کوم يوه ذره څرک نشته، چي له مخي يې بايد دا محترم قومي مشران ملاتړ کوي؟ ښه زه به د يو څو شېبو لپاره له دغو قومي مشرانو او روڼاندو لکه انجنير عبداللطيف اشنا او استاد حيات الله رفيقي سره دا ومنم چي کاناډا بايد د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه ونکړي او پر والي اسدالله خالد به يې د فساد تور مداخله وبولم، خو آيا د غو ښاغلو دې ته هم فکر کړى دى چي بايد دوى خپله د دغه وړ فاسدو  څېرو په وړاندي د اعتراض ږغ پورته کړي، هغه چي نه يوازي د بيارغوني پيسې، اوپراتيفي پيسې او نور امتيازات پخپله گيډه کي غرقوي او د ملت لپاره يې د ښه ژوند يو فيصد زمينه هم نه ده برابره کړې بلکي لايې د خلگو پر سر د بېکارۍ، قتل، غلا، تښتونو، غصب او زرگونو نورو بدمرغيو تور پلو غوړولى دى.


زه به د ((د مشت نمونه خروار)) په توګه د خالد جان د فساد او غصب په اړه يوه کوچنۍ يادونه وکړم، د کندهار پوهنتون مخکي قباله نه درلوده، ځکه چي د دفاع وزارت پر مځکه ودان شوى و، ډيري پروژې چي به کله د پوهنتون لپاره راتلې هغه په دې خاطر نه پلي کېدې چي ډونرانو (مرسته ورکوونکو) به د مځکي د قبالې غوښتنه کول او هغه به د پوهنتون چارواکو نه درلول، د بېلګي په توګه د ښځو لپاره ليليه، د طب پوهنځي لپاره ٤٠٠ بستريز روغتون او ځيني نور سپورټي جمنازيمونه او د ډوډۍ خوړلو ځاى دا هرڅه هغه وخت پاته شول چي د پوهنتون د مځکي قباله نه وه، خو اوس چي پوهنتون قباله لري، او د دولت له خوا د يو ميليون ډالرو په لګښت د ښووني او روزني پوهنځي جوړېږي، جناب اسدالله خالد يې ځکه مخنيوى کوي چي له غاصبينو سره يې شريکي ګټي له منځه ځي، ځکه دغه جناب غواړي چي دا ودانۍ په عينو مېنه کي جوړه شي، خو دا چي پر عينو مېنه باندي له دربار سره تړلو څو غاصبينو خېټه اچولې ده او قانوني اسناد نه لري، نو بيا هم دغه جناب غواړي چي د تېر په څېر د پوهنتون د پروژې پيسې چي پخوا څنګه تللي وې، په هماغه اکاونټ کي جمع کړي.


زه وايم که نن وي که سبا اسدالله جان او ده غوندي نور چارواکي به خپلي کډي نغاړي، خو د شرم، بې غيرتۍ او چاپلوسۍ تور داغ به يې د دې روڼاندو!!! او قومي مشرانو!!! او خلگو پر لمن پاته وي.


منى به تېر شي خو د مخ تور والى به سکرو ته پاته شي.


د کندهار ګورنر اسدالله خالد


 

Copyright Larawbar 2007-2024