کور / تازه خبرونه / کابل: راکټي حملې يو تن مړ او درې ټپيان کړل

کابل: راکټي حملې يو تن مړ او درې ټپيان کړل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي نن د نومبر پر ١٣ مه په پلازمېنه کابل کي څلور راکټونه موښتي دي.

چارواکي وايي دوه راکټونه د کابل هوايي ډګر ته نيژدې، يو د شمشاد شخصي تلويزوني چينل په دفتر کي او بل هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته نيژدې رالوېدلي دي، چي درو لومړيو يې د سر تاوان نه دئ رسولى، خو وروستى يې چي د ولسمشرۍ ماڼۍ سره پر يوه شخصي موټر موښتى، له امله يې يو تن مړ او درې نور ټپيان دي.
د دې راکټي حملې مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستى دئ.

د کورنيو چارو وزارت د يوه بل راکټ د خنثى کېدو خبر ورکړى دئ.