کور / کیسه / پردۍ هديره

پردۍ هديره

هغه د مور او پلا ډېر نازولى زوى و، ځکه چې له څلورو لورګانو وروسته خداى تعالى پرې لورولى و. په ډېرو نازولو زيارتونو باندې يې ډوډۍ پخې کړې او پر ولاړو لکړو ځوړندو ګلدارو دستمالونو ته يې ډيرې غوټې ورکړي وې ، چې د خداى په مهر بانۍ سره يې اصف پيدا شو. دى به مور او پلار د سوي لاس په څېر ساته، يوه شېبه يې هم له سترګو نه پناه کاوه، همداشان يې په ساړه او لمر نه واهه.
اصف ښوونځي ته د تلو شو، خو تر شپږ م ټولګي پورې يې لا زده کړې نه وې بشپړې کړې، چې دځمکې د دعوې پر سر يې پلار تربورانو واوژه .اصف په دې وخت کې خپلو ترونو هم بېل کړ او د کورنۍ درانه غمونه يې د تنکې ځوانۍ پيټي شول. د دښمنۍ او بېکسۍ له وجې ښوونځى پاتې او د يادو پېټيو چلولو ته يې مخه کړه. د اصف د پلار له مړينې وروسته يې مور د ده ډېر خيال ساته. چېرې يې نه پريښوده، ځکه ويريده، چې د خاوند په څېر يې اولاد هم ګوليو خوراک نه شي.
د وخت په تېرېدو سره چې اصف لږ زلمکى غوندې شو، نو د خپل پلار د کسات اخېستو فکر ورسره پيدا شو. يو ورځ داسې هم راغله، چې په (جمه) يا د کلي کليوالو ځوانانو د بنډار په ځاى کې د خپلو همزولو سره ناسته و، د بنډار پر مهال يې د تره زوى د خپل پلار د وژلو پيغور ورکړ، په دې وخت کې خداى زده د بدن په هر ويښته يې خولې راووتې کور ته ځوړند سر او زنګيدلى روان شو. کور ته د ننوتو پر مهال يې مور دده تريو تندى او وچې شونډې وليدې سمدستي يې پرې غږ کړ زويه !
ډير پريشانه يي خيرت خو به وي؟
ده ورته وويل: مورې! هو خيرت دى مونږ چې داسې د تره زامن لرو دښمن ته مو اړتيا نشته.
– ولي زويه ؟
– هسې مورې هغه اکبرڅه دى دا دوهم ځل دى، چې د بابا د وژنې پيغور راکوي، په خداى داسې مغزه مې ورته خراب دي ،چې زما له لاسه به اخر ووژل شي، ځکه د بيديا بلا دومره سخته نه وي لکه دکور بلا .
موريې په ډير مهربانه غږ ورته وويل: زويه ته راشه!
دا ډيرې وړې خبرې دي په دې پسې سر مه ګرځوه ، خداى مهربان دى هرڅه به ښه شي.
– زويه هغه متل دې نه دى اوريدلى چې ښو ته بېړه کوه او بدو ته صبر. زه به يې پلار ته ووايم چې زوى ته نصيحت وکړي چې د بيا ځل لپاره تاته پيغور درنه کړي.
– مورې دا خبرې او پيغورونه په خداى که زه په سر وړى شم يا به د خپل پلار بدل اخلم او يا به د خپل تره زوى وژنم ،چې د بيا ځل لپاره پيغور راکړي.
اصف به همداسې د خپلو همزولو سره ناسته پاسته کوله، په دې وخت کې هغه د چا په خبره چې زلمى غوندې شو نو يې ټوپک هم ګرځاوه. مور به يې ورته ويل :زويه! ټوپک په دې خاطر ګرځوه، چې د ځان ساتنه پرې وکړې، نه دا چې د پلار بدل واخلې ځکه ډير ظلم وخت دى. مونږ دښمندار يو دښمن هڅه کوي، چې تا هم ووژني .يوه ورځ داسې هم راغله ، چې اصف د معمول په څېر د خپلو همزولوسره ناست و، په دې وخت کې ښه بنډار ګرم و، هغه د تره زوى يې هم ناست و، خندا ګپ شپ روان و، اصف ډيرې سترې خبرې کولې هغه د تره زوى يې په کنايې شکل سره د بنډار په منځ کې وويل : ځيني خلک له ځانه لويې خبرې کوي او شاه ته پام نه کوي، چې څه راته په ميراث پاتي دي. زه خو که د ځينوکسانو پر ځاى واى نو په خداى که د الف نه مې يي هم ويلي واى. اصف په دې وخت کې دده په خبرو پوى شو خو رنګ يې واوښت تک سور شو، شونډې يې له قهره وچيچلې، ټوپک يې له زنګنونو راکوز کړ، په دواړو لاسونو يې ودراوه او سر يې پرې کيښود. اصف فکر واخيست. په دې وخت کې پرې يو ملګري غږ وکړ، اصفه! څنګ داسې چورتي غوندې شوې ګپ لګوه؟
اصف ورته وويل: ولا لږ غوندې مې سر درد وکړ.
هغه د دتره زوى يي بيا يو ځل وويل:د کږو وږو خبرو توان نه لري. په دې سره د اصف حوصله او صبر پاى ته ورسيده. سمدلاسه اصف ټوپک پرې راواړوه ډزې يې پرې وکړې هغه د تره زوى يې ځاى پرځاى وواژه. هاى واى سورې نارې شوې مه اصفه دا دې څه وکړل اصف په منډه دکور په لورې روان شو.
کورته دننوتو پرمهال يې مور ته نارې وکړې مورجانې پښې وباسه هغه د سپي زوى مې درته واوژه!
مور يې ورته وويل: ما زويه دادې څه وکړل! هله نو بيړه کوئ چې ځانونه خلاص کړو. اصف او د کورنۍ غړي يې د ماما کره ولاړل. هلته د ماماګانو کره يې شپې او ورځې تيرولې. مشرماما به يې اصف ته ويل (خور يې ګړه )ته خفه نه شې ځوانان همداسې کوي په خلکو ډيرې سختې شپې او ورځې راځي. دا وختونه به خداى پاک تير کړي ته د ډيرې هستۍ څښتن يې ډيره ځمکه او جايداد لري ،هغه چې درته خرڅه کړې ستا ټولې اړتياوې پرې پوره کيږي.ښه وخت د پرې تيريږي خپلې مزې چړچې کوه.
اصف: په تت غږ او خواره خوله ورته وويل: ماما کله کله انسان ډيرڅه د مجبوريت له لاسه وکړي .مونږ مجبور يو چې هرڅه موکړي او يايي کوو.خداى مهربان دى هرڅه به اسان کړي . هو!ستاخبره سمه ده ، چې انشاالله که خداى کول زه به له خپلو ترونوڅخه ځمکه بيله کړم اوټوله به خرڅه کړم ،خپل ژوند به پرې جوړ کړم کلي اوکور هسې هم رانه پاتي شو. د ژرندې اوجومات په کيسه کې نه يم.
يو وخت يې ماما داصف ترونو ته ورغى ورته يي وويل: زمونږ خوريي غواړي خپل حق له تاسو بېل کړي. تاسو څه تصميم لرئ؟
هغې ورته وويل زموږ وراره دى په سر سترګو خو يوه خبره شته ،چې خرڅلاو ته جايداد نه ورکوو، ماما يې ورته وويل: دا د ده خپل حق دى چې څه پرې کوي تاسو ورسره غرض مه کو‌ئ.
کله چې بيرته راستون نو مامايي اصف ته وويل: ستا ترونه ډير کبرجن دي خداى به يې کبر زوال کړي يوه خبره هم نه مني.
اصف په غوسه شو اوويي ويل ماما زما خپل حق دى زه چې هر څه پرې کوم دوى زما سره هيڅ کار نه لري.
ماما يې يوځل بيا ورته وويل: دکلي څومخور سپينږيري به وروليږو ګوندي پدې سره غاړه کيږدي دمشرانو جرګه يې هم ور وليږله ، خو د اصف ترونه په هغه پخوانۍ خبره ټينګه ولاړ وو. کله چې اصف د مشرانو څخه هم ناهېلې شو، ماما يي هم غږ پرې وکړ خوريي نه مې درته ويل ترونه دډيرکبرجن دي هماغه بابولالې غږوي. اصف ډيرخفه شو او اندېښنو واخيست، په ذهن کې به يې خداى زده څه د قهر طوفانونه په څپو وو، اصف پدې وخت کې خپلې خويندې هم واده کړې وې د هغې د ولور پيسې يې په لاس کې وې. په هماغه يې ښه ګذاره روانه وه. د ماما يې هم ښه کار جوړ و، اصف به کله کله له ځانه سره لکه ليونى يو نېمه خبره کوله او لاس به يې هم اچاوه. د خپلو ترونو لپاره به يي په پلانونوباندې کارکاوه دا څنګه ترونه دي ماته خپل حق نه راکوي په خداى قسم چې دوى مې وژلي نه وي.
مور به يي ورته هميش دسترې حوصلې غوښتنه کوله ، خو اصف دمور په خبره کې نه وه په دماغو کې دترونو له لاسه د قهر ژرندې په څرخيدو وې، ډيرو چورتونو او صبر نوره حوصله ورتنګه کړه. داسې ورځ راغله چې ټوپک يې په اوږه کړ له مور او ماما اجازې پرته يې د هغه منځوي تره ته لاره ونيوه کوم چې د جايداد د خرڅلاو په مسله کې ډير ټينګ و.خپل تره يې په داسې مهال کې وواژه، چې کورته لاره و، اصف کورته راغى مور او ماما ته يې وويل: چې هغه سرزورى تره خو مې وواژه. اوس به پته ورته لګيدلي وي ، چې زما حق شته اوکنه ؟ دوى زما ميراتې ته ناست دي زه به دوى ټول ميرات کړم ،چې ټولې جايداد ترې پاتې شي .مور يې په دواړو لاسونو مخ وواهه يو سوړ اسويلى وکيښ ماظلمه دادې څه وکړل کله ديوه وي اوکله بله، اخرنور خو د د ځمکې پرمخ ځاى هم ورکيږي.
اصف ورته وويل: مورې مورې سر مې مه خوږوه داهر څه د مجبوريت له وجي کيږي .ماما يې هم ورته سخت په غوسه شو، داسې کار څوک نه کوي، خود ما ما په زړه کې يې ډير رازونه پټ وو،چې يوخداى پرې خبر و، چې دخپلې خوراو خوريي سره څه ډول نيت لري، د لږ وخت په تيريدو سره يې مور پدې فکر کې شوه، چې اصف نامزاد کړي ځکه دوى دښمندارخلک وو، هيله يې دا وه، چې ګوندې دزوى يې نارينه هلکان پيدا شي لږبه داصف څنګ پري ډک شي. پدې خبره يې دخپل وروره سره سلا وکړه ، وروريې ورته وويل: بيخي سمه ده خورې دا ښه خبره ده ، بس هڅه به موداوي چې اصف د ښې کورنۍ سره نامزاد کړو همداسې وشول ماما يې يوچرته اشنايان لرل له هغې سره يې داصف لپاره دنامزدۍ خبره وکړه اصف نامزد شو لږ وخت وروسته يې مور وغوښتل، چې اصف ته ډير ژر ډولۍ راوړي له خپل ورورسره يې داخبره شريکه کړه هغې هم ورسره ومنله ، اصف پداسې حال کې دى ،چې هيڅکله د ګټې وړ نه دى ځکه دخويندو دولور پيسې يې يوڅه مصرف کړي اوباقي پيسې به دښځې ولور ته ورکړي ماما يې په داسې خيالونو اوچورتونو کې ډوب و، چې ګوندې داصف دجايداد پيسې لاس ته ورشي ولي هغه جايداد يې هم دتره په وژنه کې وبايله په اوس کې اصف نور د ده لپاره په زخم سکروټه وه اوپه سپينه لمن داغ و، ځکه دى د اصف له دښمندارو له سختو ګواښونو سره مخ و. اوله بله پلوه يې له اصف څخه نوره دګټې تمه لنډه شوه، نو يې تصميم ونيوه چې داصف د وژنې پرسرله ده دښمنو اوسخرګنۍ سره معامله وکړي ترڅونوردستم اوبدنامې پيټي څخه يې اوږې سپکې شي ، چې د جينۍ دلوړ ولور دعوه وکړي هغه و،چې ماما يې خور او اصف ته خبره وکړه ستاسودوستان وايي: چې مونږ مودوکه کړي يو،جينۍ په ډيره ټېټه ولور تاسوته نامزاده کړي نورې پيسې غواړو. پدې وخت کې اصف او مور يې ډير په غوسه شول، عجيبه خبره ده په کلي قوم کې چې څه دستوردى په هغې قيمت مو ورسره دوستي کړي بيا نورې خبرې پکې څله کوي داخلک ډير کبرجن دي. ماما يې ورته وويل بس همداسې خبرې دي نوڅنګه وکړو هغه دکنډو خلک دي مونږ او تاسو ور ته اړيو يو ځل چې لاس ترې ورغوو بيا به ورته ګورو، اصف او مور يې د ماما په چلند او مرموزو حرکتونو باندې شکمن شول، چې پدې کار کې له دوى سره ټګي او برګي کوي نو اصف خپل ماماته ګوت څنډنه وکړه مور اصف يې دماماله کوره زړبدي ووتل او په خپله يې ملاوې وتړلې، چې د جينۍ کورته ورشي هم هلته ورسره ستونزه حل کړي. ماما يې د اصف له ګوښ څخه وډار شو هسې نه دخپل په څير ورسره چلند وکړي دى له دې وړاندې د اصف له ترونو او ترو زامنو له ګواښونو څخه ډېرترسيدلى و او څو ځلې يې ورته ويلي چې زمونږ دښمن ته راته ساتي ماما يې پدې فکرونو کې ډوب و، چې داسي کار سړى بايد وکړي چې د اصف دښمن هم راضي شي او يوڅه پيسې هم ترې لاس ته راوړم ماما نمک حرامه يي د اصف دوژني پرسر له ده دښمندارو او سخرګنى سره معامله وکړه اصف چې دخپل سخرګنۍ کره تللى و، موريې شېبه په شېبه له سترګونه ايست په هر لوري به چې تلومور به يې ورپسې سترګې اړولي يوه شپه يې مور دماسختن په لمانځه ودريده کله يې چې نيت وتړه فکر يې وکړ ،نيم ساعت وشو چې اصف مې نه دى ليدلى په بيړه يې سلا م وګرځوه .
پاس ماڼۍ ته پورته شوه ورور يې د ماڼۍ دروازه نېمکښه ورلرې کړه ګورې چې اصف يوه پښه په بله اړولي د شنه چاى پياله هم ورته ايښي ده له اوښو او دوستانو سره په ګپ شپ اخته دى نو غلي د ماڼۍ څخه راښکته شوه ترڅو د پښو ښکالو يې هم څوک وانه اوري. مور يې په لمانځه ودريده ايله دوه رکعته يې نه وو پوره کړي ،چې په ماڼۍ کې ورو ورو دربه يې تر غوږ شوه دغه دربه شيبه په شيبه پسې زياتېدله تر هغې چې د مور په زړه کې يې شک پيدا شو سمدستي يې سلام وګرځاوه ماڼۍ ته يې ورمنډه کړه دروازه يې په دواړو لاسونو ووهله خو د شاه له پلوه يې کلف کړي وه.
چيغې يې کړې هو دکلي خلکو! اصف يې مړ کړ له ماڼۍ ښکته شوه دباندې يې ناري سورې وکړې هاى مسلمانو! څوک شته کنه زوى رانه مړکړ!؟
هلته يوسپييږيري چې تبر يې په لاس و د اصف مور هيبتناکو نارو پاڅولى و .

د اصف مور تور سر او تورې پښې يې وليدې ورته يې وويل: څه وشول خورې هغه ورته وويل هله وروره زوى رانه مړکړ.
چا؟چا؟
په همدې سره د ماڼى دروازې ته راورسيدل د ماڼى دروازه ډېره کلکه بنده وه سپينږيري سړي له تبر څخه کار واخيست او دروازه يې ورما ته کړه کله چې په دروازه ورننوت نو سمدسي د اصف اوښي په سپينږيري تمانچه راوښکله ورته ويي ويل: چې شور وکړې وژنم دې مور يې داصف خواته ورمنډه کړه. ګوري چې اصف زيړ رنګ لکه دمني دتوت پاڼه پورت دى، ساه يې وتلي او په مرۍ کې يې داوښي د ګوتوخپونه له ورايه ښکاري دده ښځې چې داصف په وژنه خبره شوه چيغې اونارې يې داصف مور له نارو سره بدرګه کړې هيجانې او ويره وونکو سوو نارو ټول کلى له خوبه پاڅه و او لاس ترزنې يې کينوه د اصف اوښې د شپې له کوره ووتل د اصف ښځې يې هم په وهلو او ډبولو له ځان سره بوتله. سبا ته کليوال خبر شول، چې د يو ميلمه سره داسې بد چلند شوى نو د قومي دستور پر بنسټ يې د اصف د سخرګنۍ کور او ټول سامان الات وسوځول. له هغې وروسته د سيمې خلک د اصف له جنازې سره ملګري شول ترڅو يې پلرنې ټاټوبي ته يوسي مور يې د قابيل او هابيل له واقعي سره مخ شوه، ځکه په کلي کې يې هيڅ دوست او خواخوږى نه و. ورور يې هم ورسره سخته بې نمکي وکړه خو د هغو دوستانو کره يې يووړ، چې دوې لور ګانې يې ورته واده کړي وې، کله چې د اصف مړى د دوستانو کره راوړل شو، نو دوستانو يې د اصولوله مخې د ده عزيزانو او پلرنې ته خبر ورکړ، تر څو د اصف مړى په خپل پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپار ل شي. عزيزانو يې د اصف د مړي له ښخولو څخه انکار وکړ.دوستان يې مجبور شول ،چې د اصف مړى د ښار په هغه هديره کې خاورو ته وسپاري، چې د ځان وژونکو، بې کسه، بيوسه او بې سرپرسته خلکو مړي په کې ښخيږي.