کور / تازه خبرونه / کندهار: پر ولايت مقام د ډله ايزي حملې مخ ونيول سو

کندهار: پر ولايت مقام د ډله ايزي حملې مخ ونيول سو

د کندهار چارواکي وايي هغه لس کسيزه ګروپ يې نيولى چي غوښتل يې د ولايت مقام پر ودانۍ باندي ډله ايزه حمله ترسره کړي.

د کندهار له ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي، دغه کسان يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
خبرپاڼه وايي دوى ټول لس کسان دي او غوښتل يې د ملي پوځ له درېشيو څخه په استفادې سره پر ولايت مقام حمله وکړي، خو استخباراتي ځواکونو د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کي کشف او هلته ونيول.
د ملي امنيت رئيس زياته کړه چي په دې عملياتو کي لسګونه کړۍ ماينونه، چاودېدونکي مواد، توپنچې، کلاشنکوفونه، پيکا، لاسي بمونه او د ملي اردو سرتيرو شپږ جوړې درېشۍ هم کشف او تر لاسه کړي دي.

په کندهار کي د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان هم غونډي ته وويل چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار په شمالي او غربي ولسواليو کي عمليات کړي، چي پرمهال يې ٧ تنه وسلوال وژل سوي او ١٧ تنه نور ژوندي نيول سوي دي.
هغه زياته کړه چي په نيول سوو کسانو کي ٤ يې ځانمرګي بريدکوونکي، ٤ تنه ګروپي قومندانان، ٣ تنه د ځانمرګو بريدونو طراحان او د چريکي بريدونو قومندانان شامل دي چي ټول يې په اړوندو برخو کي امنيتي ارګانونو ته سپارل سوي دي.

تورن جنرال عبدالحميد همداراز وويل چي له دې عملياتو پرته درې تنه نور چي په پنجوايي ولسوالي کي يې ماينونه ښخول د ملي اردو سرتېرو لخوا وژل سوي دي.