کور / تازه خبرونه / پاکستان: د ځينو افغان طالبانو د خوشي کېدو ژمنه وکړه

پاکستان: د ځينو افغان طالبانو د خوشي کېدو ژمنه وکړه

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چي د افغان طالبانو ځيني هغه مشران به خوشي کړي، چي د دې هيواد په زندانونو کي بنديان دي.
د طالبانو دغه مشران په تېرو ١٢ کلونو کي د پاکستان په مختلفو ښارونو کي نيول سوي دي.
رويټرز آژانس په يوه راپور کي د افغان او پاکستاني چارواکو په حواله راپور خپور کړى، چي پاکستان غواړي له دې لاري د افغانستان د سولي له پروسې سره مرسته وکړي.

د افغانستان حکومت وايي ښايي د طالبانو له ځينو بانفوذه مشرانو سره مخامخ خبري دې هيواد ته د سولي د راتګ سبب وګرځي.
رويټرز د يوه افغان چارواکي له قوله چي نوم يې پټ ساتل سوى وايي، نه پوهېږي چي پاکستان به په دې کسانو کي د طالبانو دوهم مشر ملا عبدالغني برادر هم خوشي کړي که يا، خو اسلام آباد ته د سولي شورا د پلاوي تر تګ دمخه آوازې وې چي پاکستان ملابرادر هم خوشي کوي.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د مشر ملامحمدعمر مرستيال وو، چي دوه کاله دمخه د پاکستان په کراچي ښار کي ونيول سو.
د نوموړي په هکله ويل کېدل چي د افغانستان له حکومت سره يې د سولي په باب خبري شروع کړي وې او داسي راپورونه هم خپاره سول، چي د ولسمشر کرزي د وژل سوي ورور احمدولي کرزي سره يې دوه واره د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي مخامخ ليدلي وو.

بلي خوا ته يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي رويټرز ته ويلي چي تر اوسه يې د ملابرادر د خوشي کېدو په باب تصميم نه دئ نيولى.

افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه هڅه کوي، چي تر ٢٠١٤ کال دمخه له طالبانو سره خبرو ته کښېني او په افغانستان کي د جنګ د دوام مخنيوى وکړي.
يوه لوړ پوړي افغان چارواکي رويټرز ته ويلي، چي د افغانستان حکومت هيواد ته د سولي په راوستو کي پاته راغلى دئ او داسي نښي نه ليدل کېږي چي ګنې د بهرنيو پوځيانو تر وتلو دمخه دي له طالبانو سره سوله وسي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هر وخت پر طالبانو د سولي ږغ کړى، خو طالبان وايي تر هغو به له جنګه لاس وانخلي چي له افغانستان څخه ټول خارجي عسکر وتلي نه وي.

د روان کال په پيل کي طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کي دفتر خلاص کئ، او داسي ويل کېدل چي د امريکا له حکومت سره يې مخامخ خبري کړي دي، خو د مارچ په مياشت کي يې وويل، امريکا پر خپلو ژمنو وفا نه کوي او دوى تر هغو پوري بيا خبري نه کوي، چي امريکا ورسره کړي ژمني عملي نکړي.
طالبان غوښتنه لري، چي د دوى د مشرانو نومونه دي له تورليست څخه و ايستل سي او د ګوانتانامو زندان څخه دي يې مشران خوشي سي.

له پاکستاني بندونو څخه د طالب مشرانو د خوشي کېدو خبرونه پر داسي مهال خپرېږي، چي د افغانستان د سولي د عالي شورا هيئت په درې ورځني سفر اسلام آباد ته تللى دئ.
که پاکستان د طالبانو مشران خوشي کړي، دا به د سولي د عالي شورا دپاره يوه غټه لاسته راوړنه وي.

افغان چارواکي پر پاکستان نيوکه کوي، چي په تېرو کلونو کي يې همېشه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري ناکامي کړي دي، او دوى تل د طالبانو هغه مشران نيسي چي له افغان حکومت سره خبرو د پاکستان بې اجازې خبرو ته کښېني.

رويټرز آژانس وايي که له پاکستاني بندونو څخه د طالب مشرانو خوشي کېدل د سولي له پروسې سره مرسته ونکړي، لږ تر لږه د پاکستان په باب خو به هغه شکمن نظرونه راکم کړي، چي وايي دغه هيواد له افغان سولي څخه ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړى حبيب الله فوزي وايي له پاکستان څخه يې د ملا عبدالغني برادر، ملانورالدين ترابي، ملاعبدالاحد جهانګيروال او ملا الله داد طيب د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د نوموړي په وينا دغه کسان د طالبانو له پاليسي جوړوونکو څخه ول، چي ښايي نور طالب جنګيالي هم سولي ته وهڅوي.
ملانورالدين ترابي د طالبانو د عدليې د وزير، ملا عبدالاحد جهانګيروال د ملامحمدعمر د سکرټر او د کندهار د شريعت ږغ راډيو د آمر، او ملا الله داد طيب هم د طالبانو پر وخت د مرستيال وزير په حيث کار کړى دئ.