کور / تازه خبرونه / پاکستان د افغانستان دطالبانو ځینې بندیان خوشي کړل

پاکستان د افغانستان دطالبانو ځینې بندیان خوشي کړل

اسلام اباد: تهران راډيو په خپلې پښتو ويبپاڼې کې خبر ورکړې چې پاکستان د افغانستان دطالبانو ځینې بندیان خوشي کړل . دپاکستان مسولانو نن وویل چې دوې دطالبانو ځینې بندیان خوشي کړي دي چې دافغانستان دپخلاینې دهڅو ملاتړ وکړي . دغه مثبته نښه په اسلام اباد کښې دپاکستان دمسولانو او دافغانستان دسولې دلوړې شورا دمشر صلاح الدین رباني ترمینځ دکتنو په بهیر کښې ترسره کیږي . دپاکستان دخارجه وزارت یوه مسول وویل دافغانستان دطالبانو یوشمیر بندیان خوشي کړی شوي دي او هرڅوک له هغوې سره تماس نیولای شي . ویل کیږي دخوشي شویو طالبان بندیانو شمیر کابو لس تنه دی . په خوشي شویو طالبانو کښې ددغه ډلې متوسطه مشران هم شامل دي . په خوشي شویو طالبانو کښې ملا عبدلغني برادر نه دی شامل کوم چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کښې دپاکستان پولیسو په کراچۍ کښې نیولی وو .