کور / شعر / په خير راسې

په خير راسې

رالېږونکی: نوراحمد خوشحال

په خير راسې پسرلىه

دا زموږ و ګران وطن ته

ستا راتګ دي سي نېکمرغه

و هر کور و هر افغان ته

اې ګرانه پسرليه

ته خبر يې او که نه يې

ګران وطن کي څه تېرېږي

دلته څنګه او څه حال دئ

که خبر نه يې نو غوږ سه

لږ او ډېر به دي خبر کړم

اې ګرانه پسرليه

دلته غم د لته ماتم دئ

بېله غمه بل څه نه سته

خوشحاليو کډه کړې

هيڅ خندا پر ښنډو نه سته

دلته هره ورځ جګړې دي

د مرميو بارانونه

د توپونو غړمبهار وي

دلته سرې ويني بهېږي

دلته ميندي بوري سولې

هم پېغلاني کونډي سولې

دا لړۍ پسي غزېږي

ورځ تر بلي لا سختېږي

دلته وير دلته غوغا ده

هر ورځ خو جنازې وي

نن دلته سبا هلته

د خوښيو پر ودونو

بې زړه سويه بمبارۍ دي

پر ودونو باندي کېږي

پېغلي ناوي سره لاسونه

ژړ ځوانان او زومان ګوره

په بمانو وژل کېږي

دلته ګوره پسرليه

خوشحالۍ په غم بدلېږي

ژړ ځوانان مو شهيدان سول

شهيداني سولې ناوي

دلته هيلي خاوري کېږي

اميدونه ارمانونه

ټوله ځي و هديرو ته

ډېرو پېغلو او ځوانانو

له ځانو سره يووړله

دوى ټول خپل اميدونه

ور سره هم ارمانونه

له ځانو سره و ګور ته

اې ګرانه پسرليه

تعصب اوج ته رسېدلى

دلته قوم او قوم بازي ده

سمت په سمت هم بد بيني ده

هم کورونه مو ورانېږي

شنه کښتونه ځي له بينه

لڅي پښې پښتنې پېغلي

سر تور سر پر دښتو ځغلي

ورسره هم مومنان وي

وږي تږي په بغارو

ايسته دوري يې بغاري

هم ژړا سوي نارې وي

سپين ږيري او سپين سري

د غمو پر ټغر ناستي

بل څه نه وي ورپاته

بېله غم بېله ژړا وي

اې ګرانه پسرليه

دغه زما د زړه دردونه

دلته ټوله نه ځايږي

وخت کم دئ ګرانه ګوره

چي و تا ته يې بيان کړم

خو يو شى درڅخه غواړم

ګرانه ستا څه په تحفه کي

موږ يو ستړي له جنګونو

له غمونو او دردونو

نور نه غواړو دا جنګونه

ورسره هم دا غمونه

بس يو شى را ته تحفه کړه

دا تحفه به وي د سولي

د خوښيو نېکمرغيو

د خندا او خوشحاليو

د غمونو ټغر ټول کړه

د جنګونو ټغر ټول کړه

خندا راوله هر کور ته

خوښي راوړه و هر لور ته

په هر کور کي چي خندا وي

خوشحالي پر هره خوا وي

اې ګرانه پسرليه

خپه زړونه که خوشحاله

او دردونه يې دوا کړه

دا د اوښکو بارانونه

يتيمانو فريادونه

ټوله ورکه له هر کوره

خوښۍ راوړه پر ېمانه

ارمانجن يم زه د سولي

خوشحالۍ ته مي زړه سوځي

دغه ډک زړه د غمونو

خوشحالۍ را څخه غواړي

هم خوښۍ راڅخه غواړي

اې ګرانه پسرليه

زه تر دا دي سپلنى سم

او تر تا دي صدقه سم

يو د سولي زېرى وکړه

که دي دا زيرى تحفه کړى

نو خوشحال به غرنى سم

زه تر دا دي سپلنى سم