کور / تازه خبرونه / لوګر: طالبانو د ناټو دوه ترجمانان وژلي دي

لوګر: طالبانو د ناټو دوه ترجمانان وژلي دي

د لوګر چارواکي وايي د دوو ځوانانو مړي يې موندلي چي طالبانو د بهرنيو ځواکونو د ترجمانۍ په تور وژلي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي دغه کسان په خپل موټر کي له کابل څخه لوګر ته روان ول، چي وسله والو پر لاري راګرځولي او بيا يې وژلي دي.
د لوګر د امنيه قومندان مرستيال رئيس خان هم دغه پېښه تائېد کړې ده او وايي هغوى د ښانک کمپ کي د ناټو د ترجمانانو په توګه کار کاوه.