کور / تازه خبرونه / ډېرى افغانان د هيواد راتلونکي ته خوشبين دي

ډېرى افغانان د هيواد راتلونکي ته خوشبين دي

منبع: اسوشيېټيد پريس

ډېرى افغانان په دې نظر دي چي هيواد يې پر سمه خوا روان دئ، خو د ١١ کلونو تر تېرېدو وروسته هم تر بل هر شي د امنيت ارمان لري.

د ايشيا فونډېشن په نوم ادارې له خوا ترسره سوې نظرپوښتنه ښيي، چي نيژدې ټول افغانان د حکومت له هغو هڅو څخه ملاتړ کوي، چي له طالبانو سره يې د سولي په خاطر شروع کړي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په وار وار طالبانو ته د وسلي ايښوولو په شرط د کور او کار د ورکولو وړانديز کړى دئ، خو افغان چارواکي وايي تر اوسه د طالبانو سره ځکه مخامخ تماس نلري چي هغوى د قطر د دفتر تر پرانيستلو وروسته له خبرو لاس واخيست.

د افغانستان دپاره د اشيا فونډېشن استازى عبدالله احمدزى وايي، سروې ښيي چي د امنيت نستوالى اوس هم د خوشبينو او بدبينو افغانانو تر ټولو غټه ستونزه ده.

په دې نظر پوښتنه کي يوازي ٣٠ فيصده خلګو د طالبانو يا د حکومت د مخالفينو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې، خو نيژدې ٦٠ فيصده کسانو ويلي چي دوى يې هيڅ ملاتړ نه کوي.

د نظرپوښتني دې سوال ته چي طالبان ولي جنګ کوي؟ په جواب کي ډېرو کسانو ويلي چي د بهرنيو ځواکونو سته والى يې غټ علت دئ، خو ځينو نورو بيا ويلي چي هغوى د قدرت دپاره جنګېږي، څوک وايي بېسوادي او ځيني وايي د پاکستان ملاتړ او اداري فساد يې علتونه دي.

د طالبانو سره پر مخالفت سربېره ډېرو کسانو ويلي، چي د ناټو او امريکا له ځواکونو څخه بېرېږي. نيژدې ٧٥ فيصده کسان وايي دوى د ناټو له ځواکونو سره د مخامخ کېدو پر مهال بېرېږي، خو تر ٥٠ فيصده لږو کسانو ويلي چي له افغان ځواکونو څخه بېرېږي.

په دغه نظر پوښتنه کي ٨٩ مختلفي پوښتني سوي، چي اکثريت افغانان د خپل هيواد غټ مشکل اداري فساد بولي، اتيا فيصده افغانان وايي د هيواد په ادارو کي يې اختلاس سته.

دغه نظر پوښتنه له ٦٢٩٠ کسانو څخه د هيواد په ٣٤ ولايتونو کي د امريکا د پراختيايي ادارې (يو، ايس، اې، آى، ډي) په مرسته ترسره سوې ده، چي د پنځه اعشاريه يو مثبت يا منفي تېروتني پر تخميني سته والي سربېره په افغانستان کي زياتره ادارې کار ځني اخلي.

اشيا فونډېشن وايي که څه هم لېري پرتو سيمو ته چي د امنيت د نستوالي له امله رسيدګي نه ده ورته سوې، خو بيا هم د هيواد د راتلونکي په باب د بدبينو کسانو شمېره د پام وړ لږ ده.

د ايشيا فونډېشن استازى عبدالله احمدزى وايي، هيله لري دغه سروې به د افغان حکومت، افغان ټولني او نړۍ والو ادارو ترمنځ د تفاهم، همکارۍ او پوهاوي سبب سي.