کور / شعر / د دعوت لاره

د دعوت لاره

لاره ددعوت کۍ يۍ خورا زحمت ګاللی دی
ځکه يې په مينه کۍ ما هر تهمت منلی دی

یو لک او څلرویشت زره ګران پیغمبران لرو
ښه په افتخار مې شریعت پر ځان منلی دی
پرته له اسلام نه که څوک بل قانون دستورغواړي
رب ته هرقانون له اسلام پرته نامنلی دی
دا امت منځلاری دی په نورو هم ګواه به وي
ورځ کې د حساب یې ګواهۍ لره بللی دی
پرته له الله څخه بنده نه چې څوک طمعه کـــا
مخکې له قیامت نه په دنیا کې شرمېدلی دی
لاس که شو عادت په اوږدولو کې دبل په لور
ځانته یې کمیس د ذلت تار باندې ګنډلی دی
خوند که دشهرت او دشوت په چا جادو وکړي
بیا نو دغرور په توره کنده کې لوېدلی دی
هرڅوک په مسلک کې یو له بل سره توپیر لري
بېخ د عبادت په وحدانیت کې ما موندلی دی
سترګې دسپکوالي که کا چا پرانیستی د بل په لور
تاج دمفلسۍ یې په خپل لاس په سر تړلی دی
صیب په میخانه او رقصخانه کې نارامه شو
ځوان دژوندون خوند به عبادت کې پېژندلی دی
مینه پیغمبر سره له ځان نه هم ضرور ګڼم
دا حدیث د مینې مې څو وارې ښه لوستلی دی
متن دشعر یو دی خوبیتونه یې بابونه دي
کبــــــر او حســـــــد ما حقوقي په کې غندلی دی