کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په نړۍ کې د خوړونکو توکو د بیې د زیاتوالي علتونه

په نړۍ کې د خوړونکو توکو د بیې د زیاتوالي علتونه

پوهنمل محمود نظري
په نړۍ کې د خوړونکو توکود بیې د زیاتوالي لنډ مهاله علتونه دا  دي:
– د نړۍ په ډیرو سیمو کې د حاصلاتو لږوالی


– په پر مختللو  هیوادو کې له غله دانو نه د موټرانو لپاره


تیلو جوړولو لپاره استفاده کیدل (Biofuel)


–   په نړۍ کې د غوښو ډیر لګښت (مصرف )


– په نړۍ کې د تیلو د بیې لوړیدل همداسې د کیمیاوي سرې، ترانسپورت او د کرنییزو اوزارو (وسایلو) د بیې لوړوالۍ


-د څارویو د خوړونکو توکو ډیرلګښت(مصرف)


-د نړۍ د وګړو د شمیر زیاتوالی


– ډیرو خوړونکو توکو ته اړتیا


-د خوړونکو توکو د زیرمو کموالی


–  بین المللی اقتصادی اله ګوله(بحران)


– د آزاد باراز اغیزې


– په امریکا کې له غلو دانو نه د تیلو جوړولو لپاره  ډیره سب  سایدی ورکول


– په نړۍ کې اقلیمي بدلونونه


– د ځينو   هیوادو ویره



چې دلته هر فکتور په لنډه ډول تشریح کوو:



 


د څارویو خواړه:
دملګرو ملتو  د راپوړټ په اساس په کال( ۲۰۰۶ )کې د څارویو د خوړونکو توکو کچه( ۶۳۵ )میلیون تنه وه چې دا د ټول کال( ۳۶) په سلو کېدنړۍ د غلې دانې  جوړوي  دا اندازه په کال ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کې( ۷۵۶) میلیون تنه ته رسیدلی ده .
د خوړونکو توکو استعمال د لکسو موټرانو دتیلو لپاره:
د دی اله ګولی یو علت د خوړونکو توکو په ځانګړې توګه د جوارو نه   دموټرانو لپاره د تیلو ایستل دی چې اټکلی سل میلیونه تنه  غلې(جوار) نه د لوکسو موټرانو لپاره  تیل جوړیږی اودا کچه هر کال زیاتیږی چې دا د خوړونکو توکو د کمښت لامل ګرځي په ځانګړی توګه پر مختیا یې او لږ پر مختیايي هیوادو کې.
د بېلګې په توګه د جوارو نه لاس ته راغلو تیلو نه د یوې منځنی موټر د ټانکی د ډکولولپاره د د یو افریقايي سړی د یو کال د خوړو جوار په کار دي.
په نړې ګې ډیر جوار کرل کیږی خو تیل ترې جوړیږی او دا بیاد بیې د لوړوالی  لامل ګرځي اودا کمبود او لوړ بیه   په مارکیت کې د بدلون او الیشونې لامل ګرځي دا چې ټول شیان سره تړلی دی نو لومړی په غنمو بیا پر وریجو او غوړو … اغیزه کوي
د نړې وګړو د شمیر ډیروالی
 


دملګرو ملیتونو د خوړو او کرنې څانګې  د راپوړټ په اساس په ډول ‌ډول هیوادو کې د غلو دانو لګښت  کچه له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ کال تر اپریل پوری یو په سلو کې لوړه شوې ده او په پر مختیايې هیوادو کې د خوړو د لګښت کچه لوړه شوې ده.


د نړۍد وګړو شمیر  زیات شوی خو حاصلات په خپل حال پاته دي.


 


. په اسیا کې دخوړونکو توکو زیاته غوښتنه


داسیا دمنځني کلاس د وګړو  وده چټکه شوې ده د بیلګې په توګه د هندوستان  د وګړو د شمیر په اساس  په کال ۱۹۹۰ کې د منځنی کلاس وده( ۹.۵) په سلو کې وه اوپه چین کې دا میچ(۸.۶)وه خو په کال(۲۰۰۸) کې د دې ودې کچه  په هند وستان کې دیرش په سلو کې  او په چین کې اویا په سلو کې ده  ځکه  د هغو د ژوند لارې او د خوړولو عادت تغییر شوی دی .
دتیلو د بیې د زیاتوالی
د تیلو لوړه بیه دکیمیاوی سرې بیه دوه کړی (چنده ) لوړه کړې ده  د سرې د تولید لپاره طبیعی ګاز ته اړتیا شته دا خپله یوه بله ستونزه ده ځکه د تیلو د رایستلو لپاره هم ګاز  او بریښناپه کار ده د طبیعي ګاز په لوړیدو سره د سرې بیه خپله لوړه ځي
همداسې حاصلاتو لیږدول او ددکرنی ماشین اوزارو تیلو ته اړتیا لري.
په نړۍ کې د خوړونکو توکو لږ ه زیرمه
پخوا به هر هیوادد خپلو وګړو د اړتیا وړ  د خوړونکو توکو ډیرې زیرمې درلودی اوس د ترانسپورت  په اسانتیا او پر مختګ  سره دا کار نه تر سره کیږی  یوازې د اړتیا په وخت کې د نور هیوادو نه رانیول او واردکیږی نو   ددې توکو د زیرمې کچه لږ شوی ده .
  په امریکا کې د خوړونکو توکو د زیرمې کچه په ۲۰۰۸ کال کې د شپیتو کالو مخکې په پرتله لږ ده.
) نړیوال اقتصادی اله ګوله( بحران
د نړۍ اقتصادی ګډوډی، د حالت نه سپړنه ،په تیره بیا د هغه د پېښیدو نه وړاندوینه د هغه مخنیوی بله   اغیزه ده
د آزاد بازار تاثیرات:
ډیر هیوادونه د دې پر ځای چې هیوادونه خود کفا شی وارداتو ته یې مخه کړې ده  او ټول پر مختیايې هیوادونه د لویدیځو اوپر مخ تللی هیوادو ته مخه کړی دا ځکه هغو ته د خوړونکو توکو  رانیول تر کرکیلې ارزانه تمامیږی .
پر مخ تللی هیوادو خپلو بزګرانو ته سبسایدی ورکوی نو ځکه هلته خوړونکي توکې ارزانه دي.
ډیره سبسایدی د غلو دانو نه د تیلو جوړولوته:
د(یو- اس- دي –آې) د راپوړټ له مخي په نړۍ کې د غنمو د وارد ولو او زیرمه کولو کچه تر کال ۲۰۰۶ کمه شوې ده  .
امریکا متحده ایالتونه دغلو دانو (جوار) نه دتیلو جوړولو لپاره لوړه سب سایدی ګالې د امریکا متحده ایالتو په سلو کې ۲۳ جوار حاصلات د تیلو لپاره استعمالیږی ،یوازې په کال( ۲۰۰۷) کې په امریکا کې۸۱ میلیونه تنه جوارو نه تیل جوړ شوی دي.
د اقلیم تغیرات:
د ټولي ځمکې آب او هوا بدلون موندلی دی.
وچکالي په استرلیا، تودوخه په کلفورنیا، د موسمي اورښتونو نه کیدل په هندوستان   او وچکالي  په نورو هیواد کي نور علتونه دي
د ځینو هیوادو د ویره
د ۲۰۰۸ کال په اوایلو کې په ټوله نړۍ کې نابوبره د غنمو وریجو ، جوارو، شودې او غوښو بیه لوړه شوه
ددې لپاره چې هر هیواد خپل اړه پوره کړی یو لړد پاملرنې کړنې يې وکړي د بیلګې په توګه چین، هندوستان، اندونیزیا، ویتنام ، کمبودیا ، مصر او نور هیوادو خپل د وریجو صارات بند کړل او همداسې ځینو اروپایی هیوادو لکه اوکراین، روسیی او سربیا د غنمو او نور خوراکی مواد صادرات بند او لارې وتړلې
نور بیا