کور / خبرتیا او پيغامونه / هالنډ: د ميرمن ستوری منګل د ځوانيمرګي لور د فاتحې خبرتيا

هالنډ: د ميرمن ستوری منګل د ځوانيمرګي لور د فاتحې خبرتيا

 د افغانستان د راډيو تلويزيون د نوميالۍ لوبغاړي ، فرهنګپالي او درنۍ پښتنې اغلي ستوری منګل ځواني لور په ناڅاپي ډول د ورپېښي ناروغۍ په سبب  له دي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د تل لپاره له خپلې درنۍ مور او دوستانو جلا شوه ، لوی څښتن (ج) دي يې روح ښاد او جنتونه په نصيب کړي .


انالله و انا اليه راجعون


د نوموړي جنازه په کابل کي خاورو ته سپارل سوې ده ،  ټولو خواخوږو  او دوستانو ته خبر ورکول کيږي چي د ارواښادي فاتحه دشنبې په ورځ چي 26-04-2008 نېټې سره سمون خوري  د هالنډ هيواد په اتريخت ښار کي دترکانو په جماعت کښي دماپښين د02:30 بجو څخه تر 04:30 پوري  د ميرمن ستورئ منګل او هغې د کورنۍ له خوا اخيستل کيږي .


پته : دترکانو جمات
kanalstraat 36
Utrecht
Nederland
 اړيکي او معلومات :0031612645106






د لراوبر ويبپاڼي له خوا د غمشريکۍ پيغام !


د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د افغانستان د پښتو ژبي د سينما او تياتر دتکړه لوبغاړې ، فرهنګپالي او درنې پښتنې ميرمني ستوری منګل سره د هغې د ځوانيمرګي لور په غم او وير کي ځانونه شريکان ګڼي  او ددوی ټولي درنۍ کورنۍ ته د لوی خدای له دربار څخه د زغم ، حوصلې او جميل صبر دعا کوي .



په درنښت
د لراوبرافغانستان ويبپاڼي اداره





په  بلجیم  کښي  د  افغان  کلتوري  بهیر  د خواخوږئ  پیغام


په  ډیري  خواشینئ  سره  مو  خبر  تر  لاسه  کړ  چي  د  افغان  نومیالئ  څیری  اغلي  ستوري  منګل  لور  له  دې  نړئ  نه  د  ابد  نړئ  ته  کوچیدلې  ده  روح  دې  ښاد  وي 


په  بلجیم  کښي  د  افغان  کلتوري  بهیر  مشرتابه  جرګه  او  د  ټولني  ټول  غړي  دا  غم  خپل  غم  ګڼي  او د  لوی  خدای  له  دربار  نه  د  اغلي  خور  ستوري  منګل  ټولي  کورنئ  ته  د  زړه  له  تل  نه  صبر  او  اجر  غواړي 


د  بهیر  مشرتابه  جرګه


بروکسل
25 / 04 / 2008