کور / شعر / في البدیهه مشاعره

في البدیهه مشاعره

کجیري کلي کې دخوږمن متونوال د ورور واده و. ټیټ ماسپښین له انګارصیب سره زه (سکندر) ،لاهو في البدیهه مشاعرهرعابد اونورالله اکاخېل یوځای راغلو. د واده مراسمو کې موګډون وکړ،له سندرو اواتڼو مو پوره خوند واخیست .تېر ماښام دانګار صیب دوی حجرې ته راغلو، تر پخې شپې مو خورې ورې کیسې اوټوکې ټکالې وکړې .


داچې په دا حجره کې مو مخکې هم ډېر ادبي بنډارونه او في البديهه مشاعرې کړیدي ، نودادی نن شپه مو هم یوه وړه غوندې في البدیهه مشاعره جوړه کړه ،چې ما ،انګار صیب اوعابد صیب دا لاندې بیتونه وویل:


محمدرحیم سکندر


متون ،کجیري کلی ،دزاهد شاه انګار حجره


د۲۰۱۲م کال،دنوامبر۱۵مه


دشپې ۱۱بجې



رحیم سکندر


چی راځې نو ځمکه ګوره


زړه مې ځي په دکه ګوره



زاهد شاه انګار


پرې راټولې دي غلوزې


په نښتر ټمبکه ګوره



لاهور عاید


تورې زلفې سپین جبین مې


لږ خو ماته مه که ګوره



سکندر


نن ریباره داسې لاړ شه


له اسمانه پړکه ګوره



انګار


څرخي زموږ دبام د پاسه


بیا دبل چورلکه ګوره



عابد


په ګودر ډیرې چاپیرې


هاله ګل نازکه ګوره



سکندر


له دیدن دې مړه خوا یو


کړم له شونډو څکه ګوره



عابد


جینکی واړه پیکه شوې


ته دا بله پکه ګوره



انګار


چې دې کوچو ته زړه وشي


په سهار غړکه ګوره



سکندر


سکندر هم اوس مین دی؟


دا لابله سپکه ګوره



انګار


لګوي په مخ نوکارې


لیونۍ شیشکه ګوره



عابد


زرزري کمیس یې تور دی


د طاووس بڼکه ګوره



انګار


چې تیندک وخوري پر لاره


داجینۍ خو ځکه ګوره



عابد


له تنګي راکوزه شوې


غرنۍ لټکه ګوره



انګار


چې مرغۍ په باغ کې ولې


مړ به شې هلکه ګوره



عابد


ټوپک کیږده قلم واخله


دا د نر کار وکه ګوره



انګار


ډز شو ټولې ترېنه لاړې


دا زخمي چوغکه ګوره



عابد


د کابل جونې حسینې


د پنجاب نانځکه ګوره



انګار


د شرر پر شاعرانو


رالویدلې ټکه ګوره




انګار


د افغان جنډې په شان ده


له غروره ډکه ګوره



سکندر


له پردۍ خوښۍ نه پرته


نه مې شته ښادکه ګوره




انګاره


پسې وګرځه انګاره


یوه ښکلې ورکه ګوره



انګار


څه نارې وهې په ځوټه


وینې نه ادکه ګوره



انګار


وتی نه شمه لمدېږم


شیګره په شړکه ګوره




عابد


په مالت کې نورې نشته


ته اوس دا ملکه ګوره



پای