کور / تازه خبرونه / پاکستان ۱۳ طالبان خوشې کړل

پاکستان ۱۳ طالبان خوشې کړل

اسلام اباد : بي بي سي په خپل رپور کې وايي له پاکستاني لوړ پوړو مشرانو سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي له درې ورځنیو خبرو اترو وروسته ۱۳ طالبان خوشې شول.په دغو کسانو کې د مولوي خالص زوى قومندان انورالحق هم شامل دی. ویل کېږي چې افغان پلاوي د څلورو جگپوړو طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه پاکستان یوازې انورالحق خوشې کړی دی په دغو څلورو کسانو کې د طالبانو د عدليې پخوانی وزیر نورمحمد ترابي او د طالبانو پخوانی مرستیال مشر عبدالغني برادر شامل دي.انورالحق په ۲۰۰۹م کال کې په پېښور کې نیول شوی و. ویل کېږي چې انورالحق د طالبانو په واکمنۍ کې د تورې بوړې قومندان وو.د سرچينو په وينا پاکستان کې د طالبانو زیاتره بندیان په پينډۍ او اسلام اباد کې د آی اس آی په توقیف کې دي. درسنيو په خبره په تېرو څو ورځو کې ځینې طالب زندانیان د پېښور زندان ته لېږدول شوي او د دې امکان شته چې دغه بندیان هم ژر خوشې کړل شي.پاکستان ژمنه کړې که د منځنۍ کچې طالبانو پرېښوونې د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړه نو د ملا عبدالغني برادر په خوشې کېدو به هم غور وکړي.”ځینو سر چینو ویلي چې پاکستان د طالبانو د واکمنې د مهال د کابل والي داود جلالي، د ننګرهار والي مېر احمد ګل او د بغلان والي ملا عبدالسلام چې ملامحمد په نوم هم مشهور دی په خوشې کولو هم سلا شوى. افغان چارواکو د روېترز خبري آژانس ته ویلي چې پاکستان ورسره ژمنه کړې که د منځنۍ کچې طالبانو پرېښوونې د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړه نو دوى به د ملا عبدالغني برادر په خوشې کېدو هم غور وکړي.افغان چارواکي باور لري چې ملا برادر کولى شي چې د طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره خبرو اترو ته وهڅوي.