کور / راپور / په افغانستان کي په لومړي ځل د فلسفې نړیواله ورځ

په افغانستان کي په لومړي ځل د فلسفې نړیواله ورځ

دغه نمانځنغونډه چې د بیلا بیلو نظریاتو پیروانوپکې ګډون کړی و، کابل پوهنتون ته څېرمه په آروین انسټیټوټ کې د جمعې ورځې له غرمې وروسته پر درو بجو پیل شوه.

نمانځغونډه کې په افغانستان کې د فلسفې پر وضعیت ، تېر تاریخ او نورو اړخونو خبرې وشوې.

د افغان بشرپال فلسفي بهیر غړي ولي اولسپال د فلسفې پر نړیواله ورځ خبرې وکړې او د فلسفې لنډ شالید ته یې کتنه وکړه.

ورپسې ددغه بهیر یو بل غړي عبدالودود پښتونځار د افغان فلسفي بهیر پر یو کلن منزل لنډه کتنه وکړه او ددغه بهیر لاسته راوړنې یې په ګوته کړې . نوموړي د فلسفې پر ارزښت رڼا واچوله او پر روان علمي، ادبي، ټولنیز … بهیر یې کره کتنه وکړه او ځینو ټکیو ته یې د ګډونوالو پام را وګرځاو.

ده وویل: (( افغان بشرپال فلسفي بهیر، په افغانستان کې په لومړي ځل پیل شوی فلسفي او علمي خوځښت دی. له دې وړاندې که څه هم په خواره واره او غیر منسجم ډول د فلسفې لپاره کار شوی، خو د پر له نغښتو غونډو، خود جوشه خوځښت او په کومې سیاسي ډلې پورې د نه تړاو له امله دې بهیر ته د لومړیوالي پرحق ورکولو ښایي پوهان کومه نیوکه ونلري.))

دی زیاتوي : (( هغه چا چې په هېواد کې عقل ته پنا وروړې او نور خلک یې هم د عقل او دلیل چار ته راغوښتي تل له ستونزو سره مخامخ شوي. همدا لامل دی چې زمونږ په هېواد کې ډېر کم داسې وګړي را ولاړ شوي چې په نړیواله سطحه یې نړۍ ته داسې څه ورکړي چې د ځمکې پر سر له بشپړتیایي او پرمختیایي بهیر او د بشریت د ښيګڼې او خوښۍ سبب ګرځېدلي دي.))

ور پسې دیاد بهیر یو بل غړي خان ولي خان بشرمل د فلسفې پر تاریخ او لوړو ژورو خبرې وکړې او تر رنسانس وړاندې او وروسته یې فلسفې ته کتنه وکړه.

نوموړي وویل : (( انسان له خپل چاپیریال څخه هغه څه زده کړل، چې ده ورته اړتیا درلوده. انسان له خپل ‌‌طبیعت څخه هغه څه لاسته راوړل چې دده په ګټه ول. وروسته د وخت په مساعدیدو سره انسان په برنجپېر کې د وړو او ساده اختراعاتو په مرسته اوسپنپېر ته ټوپ کړ. ))

نوموړي د بابل ، مصر او فنیقه تمدنونو ته اشاره وکړه او دایې هم واضح کړه چې څنګه وروسته فلسفه په مادیت او عینیت سره وویشل شوې.

په ده پسې د بهیر یو بل غړي همېشه ګل دښتي په افغانستان کې د فلسفې پر وضعیت خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د فلسفې مخینه له ډبرپېر نه پیل کړه او تر نننۍ زمانې پورې یې ورته ځغلنده کتنه وکړه.

ښاغلي دښتي وویل چې په افغانستان کې کابو شل زره کاله کېږي چې انسان ژوند پیل کړی او له هماغه وخته انسان فکر کړی او تر اوسه یې بیلا بېل فکري مکتبونه خپل کړي او له لاسه ورکړیدي.

ورپسې د خلق ډیموکراتیک ګوند د عدلیې وزارت پخواني وزیر رشید آرین پر فلسفه او د فلسفې پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي د افغان بشرپال فلسفي بهیر هلې ځلې وستایلې او په افغانستان کې یې د فلسفې د نړیوالې ورځې نمانځنه یو نوښت وګاڼه.

ښاغلي آرین وویل چې فلسفه یو عمیق او ژور بحث دی چې ډیرې څېړنې او مطالعې ته اړتیا لري، له بده مرغه زمونږ ځوانانو ته د وسایلو د کمښت له امله زمینه مساعده نده او د مطالعو لپاره ضروري وسایل نلري.

نوموړي پر عینیت او مادیت هم خبرې وکړې او د دواړه فکري مکتبونه یې یو له بل سره مخالف وګڼل.

افغان لیکوال محمد یار،یار هم په افغاني ټولنه کې د ستونزو د څېړنې او د حل لارو پر موندنه ټینګار وکړ. ښاغلي یار وویل چې د نړیوالو نظریاتو ترڅنګ باید د افغانیزم پر فلسفه هم بحث وشي.

د غونډې یو بل ګډونوال عبدالاحد منګل وویل : ((اسلامي فلسفه د انسانیت لپاره ده. مونږ ویلای شو چې فلسفه د انسانیت لپاره ده.))ده وویل،پر هغو مسایلو چې د ټولنې لپاره ګټه نلري باید خبرې ونشي.

د فلسفې دنړیوالې ورځې په ویاړ جوړه شوې غونډه کابو له دوه ساعته خبرو اترو او بحثونو وروسته پای ته ورسیده.

دیادونې وړ ده چې د فلسفې نړیواله ورځ د ۲۰۰۲ زیږدي کال راهیسې هر کال د یو نسکو لخوا نمانځل کېږي. او د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د فلسفې نړیواله ورځ نمانځل کېږي. ددغې نمانځنغونډې سمبالوونکې ټولنه( افغان بشرپال فلسفي بهیر) یو کال کېږي چې رامنځته شوې اوهره اوونۍ په منظم ډول پر فلسفي موضوعاتو غونډې کوي ، چې د هر نظر خاوند پکې په ازاد ډول ګډون کولای شي. (پای)