کور / تازه خبرونه / ډاکټر محمد اعظم اعظم په پیښور کې په حق ورسید

ډاکټر محمد اعظم اعظم په پیښور کې په حق ورسید

پېښور:د پښتو ژبې وتلی شاعر، ادیب او ډرامه لیکونکی ډاکټر محمد اعظم اعظم په پیښور کې په حق ورسید. ډاکټر اعظم د زړه په ناروغه اخته وو او له څه مودې راهیسې تر درملنې لاندې وو. د کورنۍ غړي يي وايي د ډاکټر اعظم د جنازې لمونځ به د خیبر پښتونخوا د چارسدې په رځړو کې ادا کیږي او هم هلته به په خپل پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارلې کیږي .ډاکټر محمد اعظم اعظم د پښتو ادب په میدان کې ډیر زیار ویستلی دی. د نثري لیکونو مجموعه يي د ؛لشې؛ او شعري مجموعه يي د ؛ژوند او جنون؛ په نوم چاپ شوي دي.ډاکټر اعظم اعظم د پیښور پوهنتون د پښتو ادبیاتو د څانګې ريیس او د پښتو ادبي بورډ د مشر په توګه کار کړی دی او تر څه موده پورې یې د پېښور اسلامیه کالج کې د پښتو د استاد په حیث خپله وظیفه ترسره کړې وه ډاکټر.اعظم د پاکستان ټیلي ویژن لپاره نه هیریدونکې ډرامې لیکلي دي چې د پښتنو د کلتوري او ټولنیز ژوند عکاسي پکې شوې ده. د هغه د ډرامو له یوې مشهورې لړۍ څخه “ورکې لارې ” دي چې د پاکستان ټيلي ویژن پېښور څانګې به خپروله. د هغه بله مشهوره لړۍ ناموس وو چې جایزه یې وړې وه. د هغه په اړه به ادبپوهان ویل چې د پښتو ادبیاتو د سر سر کسانو کې دی.داکټر اعظم اعظم په خپلو لیکنو کې کاږي چې ده له مترقي لیکوالانو الهام اخیستی دی. چې په هغو کې اجمل خټک، امیر حمزه شینواری راځي. د ده په خبره دا دواړه ولسي ږغونه دي چې یو یې پښتونواله او قامولي ته رابولي او بل یې وحدانیت او روحانیت ته رابولي. ده به ویل چې شاعري یو داسې لوړ ادبي صنف دی چې باید ولسي ښېګړې لپاره وکارول شي. هغه به د پښتو شاعري راتلونکی ډېر ځلاند باله.د هغه کتابونه پښتو افسانه او تحقیق او تنقید د پښتو ادبیاتو کې د اېم اې په نصاب کې شامل دي. دپښتو ژبې نوميالى ډرامه نگار،شاعر،اديب ، دانشور او داکيډيمي ادبيات پاکستان دپيښور دڅانگې مشر ډاکټر محمد اعظم اعظم په کال 1941م کې ددسمبر دمياشتې په 21مه نيټه دپاکستان دخيبرپښتونخوا د چارسدې په رزړو سيمه کې زيږيدلى ؤ.دجمعې په ورځ ښاغلى اعظم اعظم دزړۀ دحرکت بنديدو له امله په پيښور کې وفات شوى او ټاکل شوې چې دخالي دورځې په 11 بجې به دچارسدې درزړو په سيمه کې پخپله پلرنۍ مقبره کې خاورو ته سپارل کيږي.ډاکټر اعظم اعظم گڼ شمير ډرامې ، تنقيدي او تحقيقي مقالې ،زړۀ پورې غزلونه او نظمونه ليکلي وؤ.ارواښاد په ادب کې دپي ايچ ډي ډگري لرله او هغه په پښتو ادب کې دکردار نگارۍ په موضوع خپل تيسس يا تحقيقي مقاله ليکلې وه.ددې ترڅنگ ښاغلي محمد اعظم اعظم دريډيو پاکستان او دپاکستان دسرکاري ټي وي دپاره بې شميره ډرامې هم ليکلې وې.په مشهورو ډرامو کې يې خاندان،سفر،سيوري او ستوري ، سمندر، ناموس،روښانه تيارې ، خوبونه، ستړې مشې او ورکې لارې شاملې وې.دشاعرۍ کتاب يې دجنون او ژوندون په نوم چاپ شوى او دتکلونو، مضامينو او مقالو کتاب يې دلشې په نوم خپور شوى دى.نوموړي په سلگونو تحقيقي او تنقيدي مقالې او نظمونه هم ليکلي چې په نصابي کتابونو کې يې هم ځايې موندلى دى.دپښتو افسانې په اړه هم ډاکټر اعظم اعظم پښتو افسانه تحقيق او تنقيد په نوم يو علمي کتاب ليکلى دى.دمشهور صوفي شاعر عبدالرحمان بابا دشاعرۍ په بابله يې تنقيدي او تحقيقي کتاب درحمان بابا ”د اولس شاعر“په نوم چاپ دى.همدغه شان هغه دايران دروحاني پيشوا امام خميني دنظمونو دپښتو ترجمې ترڅنگ ديو شمير غربي شاعرانو نظمونه هم پښتو ته ترجمه کړي دي.دښاغلي په يادو کتابونو کې پښتني رومانونه ، پنجاب،ځمکه او اولس هم شامل دي.ډاکټر اعظم اعظم وړومبۍ ډرامه دسيد رسول رسا دپښتو ناول خودکشۍ څخه اخذ کړې وه.په مجموعي توگه دهغه دډرامو شمير د50ؤ څخه اوښتى دى، خو دغه ډرامې تر دې مهاله په کتابي بڼه نۀ دي چاپ شوي. نامتو شاعر او لیکوال ډاکټر محمد اعظم اعظم په حق ورسېد. د پښتو ژبې وتلی شاعر، لیکوال، نقاد او ډرامه لیکونکی ډاکټر محمد اعظم اعظم په پېښور کې د ۷۲ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.اروا ښاد اعظم اعظم له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و. مرحوم ډاکټر محمد اعظم اعظم په ۱۹۴۰ کال د چارسدې سیمې په رځړو نومې کلي کې د خدای بښلي حېدر خان کره زېږېدلی وډاکټر اعظم لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې او لوړې زده کړې یې په اسلامیه کالج او پېښور پوهنتون کې تر لاسه کړي. نوموړي په ۱۹۶۸ کال له پښتو څانګې نه دکتورا واخېسته او له هغه وروسته یې د اکادمۍ ادبیات د ریاست په شمول په مختلفو پوستونو کار وکړ.”غزل د پاچا استاد خیال محمد خواږه غږ د ډاکټر اعظم ډېر شعرونه د لر او بر پښتونو زړونو ته کوز کړل.”وموړي د ادبي او علمي خدمتونو په بدل کې یو شمېر جایزې تر لاسه کړې. ډاکټر اعظم چې د پښتو ادب په هر ډګر کې یو لوړ ځای درلود، د ځانګړي سبک څښتن و، له همدې امله یې ډېر شهرت درلود. ډاکټر اعظم اعظم د پېښور پوهنتون پښتو څانګې د رييس په توګه هم کار کړی و.نوموړې ته د پښتو ژبې د ستر خدمت په لړ کې د امتیاز مډال هم ورکړې شوې و.د ارواښاد ډاکټراعظم شعرونه د پښتو وتلیو سندر غاړو زمزمه کړي. د غزل د پاچا استاد خیال محمد خواږه غږ د ډاکټر اعظم ډېر شعرونه د لر او بر پښتونو زړونو ته کوز کړل.ډاکټر اعظم اعظم د پاکستان رادیو او ټیلویزیون لپاره هم ډرامې لېکلې وې. د ډاکټر اعظم اعظم جنازه به د شنبې په ورځ(نومبر ۱۹) د چارسدې په رځړو سېمه کې خاورو ته وسپارله شي. د ډاکټر اعظم اعظم له مرګ سره پښتو ادب کې لویه تشه رامنځ ته شوه، چې کلونه، کلونه به پوره نه شي.