روزګان: د چورې اولسوالۍ څخه بهرنيان ووتل

عطاالله محمدي | نوومبر 17th, 2012


د اروزګان ولايت د چوري ولسوالي څخه بهرني سرتيري ووتل او ځاي يي افغان ځواكونه ته پريښودي .
چوره ولسوالي د اروزګان ولايت مركز ترينكوټ ته نژدي پرته ولسوالي ده چي دامهال د يولړ مراسيمو په ترڅ كي تري بهرني استرليايي سرتيري ووتل او پر ځاي يي افغان ځواكونو خپلي دندي پيل كړي .
په يادو جوړو سوو مراسيمو كي د اروزګان ولايت د څلورمي پلي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ظفر د بهرنيو ځواكونو هڅي او هغه روزنه چي د افغان ځواكونو په برخه كي يي تر سره كړي وستايل او په ډاډ سره يي وويل چي دامهال افغان ځواكونو ددي وړتيا پيدا كړي چي د خپلي سيمي ساتنه وكړي .
په دغو مراسيمو كي د ايساف ځواكونو قوماندان هم يادونه وكړه چي د چوري ولسوالي څخه ددوي وتل په دي معني نه چي دوي به افغان ځواكونه يوازي پريږ دي بلكي په هر ډول حالاتو كي به ددوي سره مرسته او همكاري كوي .
نوموړي هم افغان ځواكونه دامهال پياوړي وبلل او ددي جوګه يي وبلل چي د خپلي ولسوالي ساتنه په بشپړه توګه وكړي .
چوره ولسوالي كه څه هم مركز ترينكوټ ته نژدي پرته ولسوالي ده خو زيات وخت له دي ولسوالي څخه د ناامنيو خبرونه هم تر لاسه كيږي . داچي په رښتيا به افغان ځواكونه ددي جوګه سي چي ددي ولسوالي ساتنه وكړي او كه يا ؟ دا هغه پوښتنه ده چي وخت به يي جواب كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024