کور / تازه خبرونه / افغانستان بانک: دوه پولیس د غلا په تور ونیول سول

افغانستان بانک: دوه پولیس د غلا په تور ونیول سول

نورستان: دافغان تلویزیون دخبری سرچینې له مخي دنورستان ولایت امنيتي چارواکيو خبر ورکړی چي ، هغه دوه پوليس ونيول شول، چې په نورستان کې يې دافغانستان بانک څخه نهه ميليونه افغانۍ غلاکړې وې.
دنورستان امنيه قوماندانې وایی ، چې وړمه شپه دافغانستان بانک درېوساتونکوپولیسوددغه بانک خزانه لوټ کړې وه اووتښتیدل.وروسته دامنیتي پلټنو په هڅوسره دوه پولیس دنهومیلیونوافغانیوسره د پارون مرکز اړوندکانتیواسیمه کي ونیول سول اودریم پولیس یی په سیمه کی تر کلکي محاصری لاندي دی.
دنورستان والې وایی چه په غلاشوو پیسوکي ددي ولایت دمامورینو تنخوایی هم شاملې وي. چي ټوله لس میلیونه افغانیوته رسیږی. والې زیاته کړه چي د پیښۍپه اړه به ژوری پلټنې ترسره شي او ښکیل کسان به دقانون منګولوته وسپارل شي.