کور / تازه خبرونه / افغانان دښه راتلونکي هیله منددي

افغانان دښه راتلونکي هیله منددي

په افغانستان کي دآسیایئ ازادی مؤسسې یوه نظرپوښتنه ښي چي افغانان وخپلوراتلونکوته ډیر هیله مند ښکاري او دښه امنیت او دایمي سولي پلي کول غواړي. دغه نظرپوښتنه د آسیا یوی غیر پانګوالي مؤسسي دیوه ځانګړۍ ټیم لخوادټول افغانستان په ۳۴ولایتونوکي د(۶۰۰۰ )کسانوڅخه دپوښتني له لاری اخیستل سویده . اوداسي ښکاری چي افغانان په خپلوسیموکي دامنیت هیلوته سترګي په لاره دي.
د نظر پوښتني له رویه په سلوکي اوس ٪۵۲ سلنه افغانان وایی چي افغانستان پرسمه لاره روان دی، ولي له بلي خواه دغه ډله افغانان پروسږکال د٪ ۴۶ سلنه په همدی نظر وو.
دآسیاد آزادی ټولني مرستیال عبدا لله احمدزی وایی ،چي زیاتروافغانانوته تر ټولو مهم دادي چي خپل راتلونکي ښه ژوندپه امنیت اوسولي کي تیرکړي اودهری سیمي دټولینیزو پرمختیا یی چاري یواځې دسولی اوامنیت په راوستلو سره پرمخ تلای شي . دافغانانودټولنیز ژوند په برخه کي دوی ته مهم دکارموندني ، ښي روغتیااو زده کړو د آسانتیاوو برابرول او دسیاسی او اجتماعي ژوند په ډګرکي دهغوي داساسي ستونځو لیرکول دي کوم چي دمګړۍ دوی ورسره لاس اوګریوان دی.
دیوي آزادی خبری ناستي په برخه کي چي د ۲۰۱۲ میلادی کال دنوامبر په ۱۴ نیټه په کابل کي جوړه شوی وه .
ښاغلي احمدزی زیاته کړه ،چي ددغي نظر پو ښتني دمالوماتودټولولو او بشپړولو لپاره د اسیايي موسسي ازادی ټولني ډیر هڅي کړي او په ډیر ستونځوسره یی لاسته ته راوړیدی . دی وایی دافغانانو هیلي دادی چي دافغانستان په نږدی اولیروسیموکي دافغان حکومت دنده واخلي ترڅو دپرمختیای پروژو اواقتصادی پرمختیاوولپاره منظم پلانونه طرحه او د پلې کولو تر جوړښت یی لاندي راولي . هغه وایی چي موږ هیله لرو چي دافغان حکومت نړیوالي اړیکې اودخپلوخلکو سره دایمي پیوستون دټولوستونځو په له منځه وړلوکي مرسته کوی اوګټور تمامیږي .