کور / تازه خبرونه / روزګان: د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته

روزګان: د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته

د شنبي په ورځ ماځيګر د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالي د كلخور په سيمه كي د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته سوي .
د اروزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايي چي نښتي څلور ساعته دوام درلو چي په پايله كي پوليسو دوه وسله وال طالبان وژلي او په سيمه كي يي شل تنه نور مشكوك كسان نيولي چي دامهال تر پښتونو لاندي دي .
د عايل په خبره چي دنښتي پرمهال د وسله والو طالبانو څخه دري عرادي موټر سيكلونه او ځيني نور مهمات هم پوليسو ته په لاس ورغلي په خبره چي د نښتي پرمهال پوليسو ته كومه مرګ ژوبله نده اوښتي .
ددي پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .