كندهار: ماشوم تښتوونكي په ۱۵ كاله بند محكوم سول

عطاالله محمدي | نوومبر 18th, 2012


هغه دري تنه چي يو ۱۱ كلن ماشوم يي تښتولي وو د پوليسو تر نيول كيدو وروسته په دوهمه محكمه كي په پنځلس كاله بند محكوم سول .

په محكمه كي د ټاكل سوي څارنوال له لوري وويل سوه چي د سړي تښتوونكي د ګروپ مشر او ملګري يولس كلن ماشوم سميع الله د شير محمد زوي چي ښوونځۍ ته په لاره وو د كندهار د لوي ويالي په سيمه كي تښتول سوي او يادو كسانو غوښتل تښتول سوي ماشوم د كندهار شاولي كوټ ولسوالۍ ته انتقال كړي چي د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول سوه .
تورنو کسانو هم د خپلو ځانو څخه دفاعي دلايل وړاندي کړه او پر دوى لګول سوى تور يې رد کړ .
د استيناف محکمې رئيس دل اغا (همت) د علني محكمي د پريكړي د علانولو پرمهال درې واړه سړي ماشوم تښتونكي يې مجرمين وبلل او هر يوه ته يې د پنځلس کاله بند سزا واورول .
بايد وويل سي چي دا وروستي پريکړه نده مجرمين يوه بله محکمه چي تمييز دي هم په مخ کي لري ، تر دې وړاندي ياد کسان د ابتدائيه محکمې لخوا په څوارلس څوارلس کاله بند محکوم سوي وه

Copyright Larawbar 2007-2024