کور / سپورټي / كندهار: احمدشاه بابا لوبډلي اريانا لوبډلي ته ماته ورکړه

كندهار: احمدشاه بابا لوبډلي اريانا لوبډلي ته ماته ورکړه

د كندهار په احمد شاهي لوبغالي كي تيره ورځ احمدشاه بابا فوټبال لوبډلي د اريانا فوټبال لوبډلي څخه يو د صفر په مقابل كي لوبه وګټل .
د فوټبال دغه سيالي چي د تيرو دريو مياشتو راپديخوا د ۱۳۹۱ كال د غوره ليګ په نامه پيل سوي ۱۴ الف فوټبال لوبډو برخه پكښي اخيستي چي تر دي مهاله احمدشاه بابا فوټبال لوبډله تر ټولو لوبډلو مخكي او لوړي نمري لري .
په دي لوبه كي مصطفي ژوبل د يوه ګول په وهلو سره خپله سياله لوبه له مخي ليري كړه او ياده لوبه يي خپل په ګټه تمامه كړه .
لوبي ته ډيري ننداره كوونكي هم راغلي وه او دواړي لوبډلي يي تشويقولي .
په يادو سياليو كي اتفاق فوټبال لوبډله دوهم ځاي لري دا دواړي د كندهار د قوي فوټبال لوبډلو څخه شميرل كيږي .