کندهار: خبريالان وترټل شول

34 | اپریل 22nd, 2008


دکندهار امنيتي ساتونکو نن دکندهار دولايت په دروازه کې يوځل له خبريالانو سره ناوړه چلند وکړ او تر هغه وروسته يې هغه مهال خبريالان له غونډي څخه را وګرزول چې په رسمي ډول وربلل شوي وو . غونډه دکندهار په دوه لاري کې دجمهوريت له څلي سره دهمدغه څلي دنوم داړولو پر بنسټ را بلل شوې وه . په غونډه کې هغو سيمه ييزو قامي مشرانو ته هم اجازه ورنکول شوه چې غونډي ته ور بلل شوي وو . دغونډي امننيتي پوليسو چې په لاره کې ولاړ وو . دخلکو په وړاندي خبريالانو ته ترخې خبري وکولې او دټوپکو خولې يې ورته سمي کړې . دا په داسي حال کې وه چې دکندهار دولايتي مقام دمطبوعاتو دڅانګي مسؤل هم ولاړ وو . دهغه خبره هم چا نه اورېده او دغه دولتي خبريال ښه تلاشي کړل شو. خو ددې سره يې دغونډي لورته ورپرېنه ښود . دکندهار ډېرى ښاريان ددولاري په شا وخواکي له تګ راتګ څخه بند وو او په سيمه کې چاته دتګ راتګ اجازه نه ورکول کېده . يوښاري چې خورا خواشينى ښکارېده پوليس ته وويل : که نور هم ترخې خبريپ وکړې ددې ټولو خلکو په وړاندي به در حمله کړم او ټوپک به درنه واخلم . خو دنورو ښاريانو په مرسته دغه کس بېرته په موټر کې کښېنول شو. درواني ثور مياشتي په لومړۍ نېټه هم په کندهار کې دسويلي اسيا دازادو رسنيو دخبرېيالانو غونډه وشوه چې دکندهار چارواکي يې دخبر په نه پخلي تورن کړل . دکندهار ښاريانو لا له وړاندي دپوليسو له بد چلند څخه سر ټکاوه خو اوس خبريالانو هم شکايتونه پېل کړل .

Copyright Larawbar 2007-2024