کور / تازه خبرونه / ناټو ځواکونه د اوه شکمنو کسانو دوژلو دعوه کوي

ناټو ځواکونه د اوه شکمنو کسانو دوژلو دعوه کوي

 ناټو ځواكونو د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍكې د هوايي بريد پرمهال  اوه شكمن كسان وژلي دي. 
بل لورته د پكتيكا ولايت د لوړاې په سيمه كې د ملي اردو په يوه پوسته يوشمېرد توغنديواو سپكو وسلو  بريدونه شوى او همداشان د خوست په باك ولسوالۍ هم د درنو اوسپكو وسلو بريد شوى.


  په جنوب ختيځ زون كې د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د سه شنبې په شپه يې د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د سهاكوپه سيمه كې يوه وسله واله ډله هغه مهال د يوه هوايي بريد لاندې ونيوله چې د دوى په خبره په سيمه كې د ماينونو ځاى پرځاى كولو بوخت وو.
د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر زياتوي چې په پدې بريد كې اته تنه وسله وال وژل شوي دي.
په ګردېز كې د ملي اردو د دوه سوه درې تندر قول اردو وياند مستك خان ځاځى هم ياده پېښه تايدوي او زياتوي چې په بريد كې ټول اوه تنه وژل شوي او مړي يې هم په ياده سيمه كې پاتې شوي دي.
 طالبان وايي په بريدونو كې يې دولت ته  مرګ او ژوبله وراړولې ده.
 خو دولتي چارواكي  وايي چې په داوړو بريدونو كې دوى ته كوم زيان نه دى رسيدلى.