کور / تازه خبرونه / په دوو کلونو کي به ٨٠ فيصده افغانان انټرنيټ ولري

په دوو کلونو کي به ٨٠ فيصده افغانان انټرنيټ ولري

د افغانستان د مخابراتو وزارت اعلان وکړ چي په راتلونکو دوو کلونو کي به ٨٠% افغانان د انټرنيټ اسانتيا ولري.

د مخابراتو وزير انجينر اميرزي سنګين د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي په راتلونکو کلونو کي به د انټرنيټ سرعت هم زيات او نرخ راټيټ سي.

نوموړي دغه خبري وروسته له هغه وکړې چي پرون يې د وايمکس انټرنيټ ليسنس و درو شخصي مخابراتي کمپنيو ته ورکړ.
انجينر اميرزي سنګين وويل د وايمکس په فعاليت سره به نه يوازي انټرنيټ تېز سي، بلکي په افغانستان کي به نوري خارجي کمپنۍ پانګي اچوني ته هم راماتي کړي.
د مخابراتو وزير همدا راز وويل چي د وايمکس جواز يې هري شخصي کمپنۍ ته په پنځه لکه ډالره ورکړى.

بلي خوا ته د مخابراتو وزارت مرستيال عبدالرزاق واحدي وايي په روان کال کي به د مخابراتي کمپنيو څخه د دولت ترلاسه سوى عايد تر ١٦٠ ميليون ډالرو پوري ورسېږي.
په افغانستان کي که څه هم مخابراتي اسانتياوو په تيرو ١٢ کلونو کي د پام وړ پرمختګ کړى، خو د ګاونډيو هيوادونو د هغې په نسبت ټيټ کيفيت او لوړ قيمت يې هغه ستونزي دي چي ډېرى افغانان ګوته ورته نيسي.

په افغانستان کي دا وخت په مخابراتي برخه کي پر يوه دولتي او بله نيمه دولتي کمپنۍ سربېره د افغان بيسيم، روشن، اتصالات او ايم، ټي، اين په نوم څلور شخصي مخابراتي کمپنۍ فعاليت کوي، چي ټولي يې پر تليفوني خدماتو سربېره د انټرنيټ خدمات هم وړاندي کوي.